په میدان وردګو ولایت کې د رایې ورکونې ټول مرکزونو به د رایې ورکوونکو
پر وړاندې پرانستي وي .
د میدان وردګو ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د دغه ولایت
د نظامي شورا غړو ترمنځ په جوړه شوي غونډه کې،چې د دوه سوه دریم تندر قول
اردو قوماندان،د عامه نظم عمومي قوماندان،د ولایت امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،همغږۍ قوماندان،د ملي اردو د بېلابېلو کنډکونو قوماندانو ګډون کړی وو،ډاډ څرګند کړ،چې د دغه ولایت د رایې ورکونې ټول مرکزونه به د رایي ورکوونکو پر وړاندې پرانستي وي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د شورا غړو ته وویل: ولایت مقام او امنیتي منسوبین دنده لري،چې په دغه ولایت کې د ټولو مرکزونو امنیت په بشپړ ډول خوندي وساتي .
په همدې حال کې په میدان وردګو ولایت کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون مشر
ښاغلی نورالله وویل: که چېرې امنیتي منسوبین د رایې ورکونې مرکزونو امنیت
خوندي وساتي نو،دوی چمتو دي،چې د یادو مرکزونو ټولې تخنیکي چارې به ښه
توګه چمتو کړي .
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې د ولایتي شورا لپاره د اوو ښځو په
ګډون شپږ څلوېښت تنو ځانونه نوماند کړي او تر دا مهال په دغه ولایت کې د
ولسمشرۍ شپږو نوماندانو د خپل کمپاین چارې پیل کړي .
دا په داسې حال کې ده،چې په میدان وردګو ولایت کې د رایې ورکونې لپاره
یو سلو شپیته مرکزونه په نظر کې نیول شوي،چې په درې سوه نهه اتیا محلونو
کې،چې دوه سوه یوشپیته یې د نارینه او یو سلو اته شپیته یې د ښځینو لپاره
دي،رایه اچونه ترسره شي