په كندهاركې دادارې اصلاحاتودخپلواك كميسيون مشروايې چې په اداره كې يې دسمون په موخه په لاراچول سوي روزنيزوركشاپ ډيربريالي واوله لاري به يې دوالسواليوپه چاروكې ښه والي راسي .
دغه دوه ورځني روزنيزوركشاپ دكندهاردټولووالسواليودوالسوالانواوادارې مسئولينولپاره ځانګړي سوي و.
زياتره وخت ځيني والسوالان نيوكه كوي چې دوالسواليوامنيه قومندانان يې په چاروكې لاس وهنه كوي اودوالسوالۍ اړوندنوري ادارې هم ورڅخه اغېزمني دي .
خواكثره وخت بيادوالسواليوامنيه قومندانان برعكس ځيني ستونزي له والسوالانوسره لري .
داداري اصلاحاتوكميسيون ددې ټولوستونزوسرچينه په ادارې چاروكې دمسئولينودكافي تجربې نشت والي اودخپلودندونه پيژندل دي .
په وينايې چې هرماموردخپلي دندي له مخي ځانګړي مسئوليتونه لري اوبايددخپلووظايفوپه چوكاټ كې هريوخپله دنده وپيژني .
دادارې اصلاحاتوخپلواك كميسيون زياته وي چې ددغوستونزدلمنځه وړلولپاره يې روزنيزوركشاپونه ترلاس لاندي نيولي اودوالسواليوټولومسئولينوته به پكې دزده كړي وركول سي .
خپله والسوالان هم دې وركشاپونوته زيات هيله منددي .
دوى هيله څرګنده وي چې له دې لاري به يي په والسواليوكې كې دماموريت پرمهال ټولي هغه ستونزي هواري سي چې نوروختونه به ورسره مخ وو.
داداري اصلاحاتواوملكي خدمتونوخپلواك كميسيون وايې چې له والسواليوڅخه به وروسته په مركزكې درياستونولپاره هم ورته پروګرامونه په لارواچوي .
اوس زيات دولتي مامورين انديښنه لري چې پخپلوكې يې داسي زياتي ستونزي له دې څخه پيداكيږي چې ډيرمامورين دخپل مسئوليت له چوكاټ څخه دباندي دنورومامورينوپه چاروكې لاس وهنه كوي .
داداري چارودڅيړونكوپه باوردغه بي مسئيولته مداخلي ددي سبب ګرځيدلې چې په دولتي كارونوكې پڅ والي اوسستي رامنځ ته كړي