کور / تازه خبرونه / د کنړ حمله پاى ته ورسېده

د کنړ حمله پاى ته ورسېده

د کنړ ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د کابل بانک پر څانګه ډله ييزه حمله پايته ورسېده.
​د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې وسله وال په اسد آباد کي د کابل بانک يوې څانګي ته ور ننوتلي ول او د امنتيي ځواکونو سره ئې نښته پيل کړې وه .
چارواکي وايي چي بريد هغه وخت پيل سو چي وسله والو د بانک دوه ساتونکي وويشتل . او بيا بانک ته ور ننوتل.
چارواکي وايي چي نښته اوس پاى ته رسېدلى او سيمه د دوى په لاس کي ده.