دخدای بخښلی شهید حاجی خان زمان حقوقي د فاتحی مراسم
په لندن کی میشته گرانو او پتمنو افغانانو هیوادوالو!
ټولو گرانو دوستانو- خپلوانو او هیواد والو ته په ډیره درناوي خبر ورکول کیږي چي خدای بخښلی شهید حاجي خان زمان حقوقي د نامعلومو وسله والو له خوا په پېښور ښار کي په شهادت رسیدلی او جنازه ئې په لغمان ولایت کي ددوی په پلرنۍ هدیره کي مخکي خاورو ته سپارل شویده.
په همدې مناسبت د فاتحې مراسم پر لاندي پته په لندن کي د افغانانو په مسجد کي د یکشنبې په ورځ د جون د میاشتی په 15 نیټه د سهار د یوولسو بجو نه د ماسپښین تر یوې بجې پوري د ارواښاد (شهید حقوقي) د کورنۍ د ټولو غړو له خوا اخستل کیږي .
د شهید د کورنی د غړو له خوا:
احمد ابوبکر حقوقی (زوی)
دوکتور مصطفی حقوقی، محمد اسحاق حقوقی، محمد شعیب حقوقی او میرویس حقوقی (ورورنه)
نعمت اله احمدی، حشمت اله ځلمی (د ترور زامن)،
جاوید او احمد فرید (ماما گان) او د کورنۍ نور غړي .
په درناوی
آدرس :
212-CHURCH ROAD, LONDON, NW10 9NP, TEL: 0044-208-4596111