کور / هراړخیز / د خان عبدالفغار خان کرونولوجي

د خان عبدالفغار خان کرونولوجي

۱۸۹۰ : د جنوري په مياشت کي د اتمانزو د یوه ځمکوال خان بهرام خان کره خان عبدالفغار خان وزېږېدی.
۱۸۹۶ : د خپل کلي په مسجد کي د مسجد پر ملا صاحب درس شروع کړ
۱۸۹۸: د پېښور د ښاروالۍ بورډ په عالي لېسه کي شامل کړل سو
۱۹۰۱ : د پيښور د کوهاټ ګېټ په ايډوارډ عالي لېسه کي شامل کړل سو ( ددغه لېسې مدير هغه وخت E.F.E ويګرام ؤ )
۱۹۰۶ : غفار خان لا د متوسطې په شپږم ټولګۍ کي وو چي مشر ورور ډاکټر خان د طب په برخه کي د دريو کلونو زده کړي له پاره ممبيي ته لاړ.
۱۹۰۸ : په الیګړ کي د يو اسلامي مکتب سره و پېژندل سو.
۱۹۰۹ : ډاکټر خان د طب په برخه کي د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو له پاره انګلستان ته ولاړی
۱۹۱۰ : په خپل پلرني کلي اتمانزو کې يې د مولوي عبدالعزيز په ملګريتوب د لومړي ځل له پاره يو مدرسه جوړه کړل
۱۹۱۱ : د ترنګزو د حاجی صاحب د حرکت سره يوځای سو
۱۹۱۲ : د یو ملي سپاهي او قومی خادم په توګه د سياست ډګرته راووت
۱۹۱۲ : د يار محمد خان د لور مهر قندي سره ئې واده وکړ
۱۹۱۳ : دده لومړی زوی عبدالغني خان پيداسو
۱۹۱۳ : د مسلم لیګ ګوند سره يې په اګره کي ملاقات وسو
۱۹۱۴ : د مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمد سره يو ځای يې د ديوبند مدرسې د يو شيخ (( شيخ محمد الحسن )) سره ليد ه وسول
۱۹۱۴ : بجور ته د چيلې له پاره ولاړ
۱۹۱۵ : برتانوي مقاماتو دده په پلرني کلي اتمانزو کي په يوه مدرسه کي پر زده کړه بنديز ولګاوه.
۱۹۱۵ : د ډسمبر په مياشت کي دده دوهم زوی عبدالولي خان وزېږېدی
۱۹۱۶ : د غفار خان مشر ورور ډاکټر خان ته د ( آی ام ايس ) ديوه غړي په توګه ورته دنده ورکړل سوه
۱۹۱۸ : د خان عبدالغفار خان لومړۍ ماندينه د وبا د ساري مرض له وجي مړه سوه
۱۹۱۹ : د پاچاخان پلار د یو شمېر مشرانو سره د پرنکي له خوا ونيول سو او د څه بند تېرولو وروسته خوشي سو
۱۹۱۹ : پاچاخان د پخوا په شان خپل ملي او سياسي تحريک جاري وساتی او په همدغه وخت کي ېي په اتمانزو کي لويه تاريخي غونډه جوړه کړه چي خان عبدالغفار خان ته د پاچاخان لقب ورکړل سو
۱۹۱۹ : د دوهم ځل له پاره يې له يوې ځواني انجلۍ سره چي دده د لومړۍ ماينې د اکا د سلطان محمد خان لور وه له هغه سره واده وکړ
۱۹۲۰ : د لومړي ځل له پاره د سراسري هند د خلافت کنفرانس د غوښتني په اساس افغانستان ته ولاړی
۱۹۲۰ : پاچاخان افغانستان ته راغلی او کله چي له افغانستانه بيرته ستون سو په پښتونستان کي دانجمن اصلاح الافاغنه په نوم ټولنه جوړه کړه
۱۹۲۰ : پاچاخان د پښتونستان د ازاد، د ملي او سياسي تحريک په اثر د پښتونستان د سياسي رهبر په حيث د پرنګي لخوا ونيول سو
۱۹۲۱ : د مې پر ۲۵ مه د دوهمي ماندينې څخه د مهرتاجي په نوم يوه لور پيداسول
۱۹۲۲ : کله چي پاچاخان په جېل کي بندي وو دده له دوهمي ماندينې څخه دده دريم زوی عبدالعلي خان د اګسټ پر ۲۰ پيداسو( ۱۹۹۷ ومړ )
۱۹۲۳ : کله چي دی لا د ډېره غازي خان په جېل کي بندی وو دده مور په حق ورسېدل
۱۹۲۳ : د پاچاخان مشر ورور د لندن له روغتون څخه خپله دوکتورا واخيستل او د دوهم ځل له پاره ئې له انګريزي ښځي سره واده وکړ او له هم هغه انګريزي ښځي څخه ئې دوه ماشومان وه چي يو زوی وو جان خان نومېدی او يوه لور وه، چي مريم نومېدل او وروسته ئې له يوه سيک سره چي جسوانت سينګﻬ نومېدی واده وکړ
۱۹۲۴ : پاچاخان له خپل درې کلن جېله خوشي سو
۱۹۲۴ : چي له بنده خوشي سو نو د پښتونستان د خلګو له خوا ئې تود هرکلی وسو او د فخر افغان په نوم وستايل سو
۱۹۲۶ : دخلافت تحريک د يو کلني ناستي له پاره کلکتې ته ولاړی
۱۹۲۶ : دده پلار بهرام خان د خپل ابديت په لور سفر وکړ
۱۹۲۶ : اسلامي هيوادونو ته ولاړی او هم په هغه جرګه کي ئې د پخواني هند د استازي په حيث ګډون وکړ چي د ابن سعود لخوا په مکه کي جوړه سوې وه
۱۹۲۶ : پاچاخان، دده دوهمه ماندينه او مشره خور درې واړه د حج دفريضي د ادايني په موخه مکې مکرمې ته ولاړل
۱۹۲۶ : دحج د فريضې د اداکولو وروسته عراق، لبنان، مصر، سوريه، فلسطين او نور عربي هيوادونو ته ولاړئ
۱۹۲۶ : کله چي دی لا فلسطين کي وو دده ماندينه په بيت المقدس کي وه او هلته ئې له ژونده سره مخه ښه وکړه
۱۹۲۸ : کله چي بيرته راستون سو د ازاد پښتون په نوم ئې مجله را ويستله
۱۹۲۸ : په همدغه کال ئې یو ګروپ د ( صوبه سرحد ځوان ) په نوم جوړ کړ، چي وروسته ئې نوم په خدایي خدمتګار وا وښت
۱۹۲۸ : د خلافت کنفرانس د کلنۍ غونډي له پاره کلکتې ته ولاړ او هلته ئې له مولانا ظفر علي خان او محمد اقبال خان سره هم وليدل
۱۹۳۰ : د مارچ پر ۲۱ مهاتما ګاندي هند ته د مالګي تاريخي لاريون پيل کړ او د اپريل پر ۱۴ د کانګريس رئي جواهر لعل نهرو ونيول سو
۱۹۳۰ : د اپريل پر ۱۸ او ۱۹ مه د خدايي خدمتګارانو لومړنۍ رسمي غونډه وسوه
۱۹۳۱ : د جولای پر ۳۰ مه د سرحد ايالت چيف کمشنر سرسټيوارټ پيرس له غفار خان سر ه مرکه درلودله، چي تر درويو ساعتو پوري اوږده سوه.

نور بيا…