د میدان وردګو والي د دغه ولایت ولایتي شورا نوماندانو ته په ولسوالیو کې د ټاکنیز کمپاین د ترسره کولو لارښوونه وکړه .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي،د دغه ولایت د ولایتي شورا لپاره د نوماندانو سره د ولایت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې لارښوونه وکړه،چې ټاکنیز کمپاین دې د مرکز تر څنګ د دغه ولایت ولسوالیو ته وغځوي .
نوموړی زیاته کړه،امنیتي مؤظفین په بشپړ ډول چمتوالی لري،چې د دغه ولایت
په هره سیمه کې،چې د ولایتي شورا نوماند وغواړي،خپلو پلویانو سره غونډې
جوړي کړي،ورته امنیتي تدابیر ونیسي.
دمیدان وردګو والي همدا راز په دغه ولایت کې درې سیمه ییزو راډیوګانو له لارو د خپلو تګلارو د بیان کولو لارښوونه وکړه او په وینا یې دوی د یادو راډیوګانو مسؤلینو ته هم لارښوونه کړې،چې د ولایتي شورا نوماندانو ته د دوی د تګلارو بیان کولو زمینه برابره کړي .
په جوړه شوي غونډه کې،چې د ملي امنیت رئيس،همغږۍ قوماندان،د ولایتي شورا
رئیس او یو شمېر نورو چارواکو هم برخه درلوده،د دغه ولایت د ولایتي شورا لپاره نوماندانو یو شمېر نورې ستونزې هم وړاندې کړې،چې د مسؤلینو له لورې ورته د حل ژمنه ورکړل شوه .
دا په داسې حال کې ده،چې اوس مهال په مرکز میدان ښار کې د دغه ولایت په
سلګونه اوسیدونکې د رایې ورکونې کارتونه اخلي،چې تردا مهال یې شمېر د لس
زرو میرمنو په ګډون څلوېشت زرو کسانو ته رسیدلی دی .
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې د ولایتي شورا لپاره د اوو ښځو په
ګډون شپږ څلوېښت تنو ځانونه نوماند کړي او تر دا مهاله په دغه ولایت کې د
ولسمشرۍ شپږو نوماندانو د خپل کمپاین چارې پیل کړي .
د ویلو ده،چې په میدان وردګو ولایت کې د رایې ورکونې لپاره یو سلو شپیته
مرکزونه په نظر کې نیول شوي،چې په درې سوه نهه اتیا محلونو کې،چې دوه سوه
یوشپیته یې د نارینه او یو سلو اته شپیته یې د ښځینو لپاره دي،رایه اچونه
ترسره شي.