امریکا خپل یوشمېر پوځي تجهیزات د ترهګرۍ مرکز ته ورکوي”
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له نورو مسایلو سربیره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو او د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په اړه مقالې او تبصرې ليکلي دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ امریکا د هغو وسایلو یوه برخه چې افغانستان ته یې راوړي پاکستان ته چې امریکايي چارواکو تل د ترهګرۍ مرکز بللی؛ ورکوي.
ویسا لیکلي، دا به افغانانو ته سپکاوی وي چې؛ امریکايي چارواکي وايي، افغانان دا وسایل ساتلای نشي او یا ترېنه ګټه نشي اخیستلای.
ورځپاڼې لیکلي، افغانان باید د هغه متل په مصداق چې وايي؛ (پهلوان زده خوش است) یوازې دې ته خوښ ونه اوسي چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون لري او بس.
ویسا د اسوشییټیډ پرس خبري اژانس په حواله لیکلي؛ امریکايي چارواکي اوس په دې غور کوي؛ تر څو د اوو ملیارډو ډالرو په ارزښت خپل نظامي تجهیزات او موټر پاکستان ته ورکړي.
انیس:
د انیس دولتي ورځپاڼې سرمقاله هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ده او لیکلي یې دي، چې د دوی وتل د افغان ځواکونو پیاوړتیا ښيي.
په سرمقالې کې راغلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې نه د دفاع او امنیت لپاره خپله توانایي په ډاګه کوي.
انیس لیکلي، وسله وال مخالفین اوس له امنیتي ځواکونو سره د مخامج جګړې توانايي نه لري؛ ځکه چاودنې او انتحاري حملې کوي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې د انتخاباتو د امنیت په اړه خپله سرمقاله لیکلي او په خلکو یې غږ کړی چې د طالبانو له ګواښه دې نه ویریږي.
ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان خلکو اوس له دې ګواښونو سره عادت شوي او د لسو دولسو کلونو پخوا په شان نه ویریږي.
ملي ارمان لیکلي وسله وال مخالفین په هر حال کې خلک ګواښوي.
په سرمقالې کې راغلي چې، په تیرو انتخاباتو کې هم وسله والو مخالفینو د انتخاباتو د ګډوډولو ډیره هڅه وکړه؛ خو خلکو بیا هم په انتخاباتو کې برخه واخیستله.
اطلاعات روز:
اطلاعات روز ورځپاڼې بیا ناامني راتلونکو انتخاباتو ته یوه لویه ستونزه بللې ده.
ورځپاڼې لیکلي، امنیتي ارګانونه هڅه کوي چې؛ د امنیت په اړه خلکو ته یو ناسم تصویر ورکړي.
اطلاعات روز لیکلي، امنیتي ارګانونو راتلونکو انتخاباتو ته خپل پلان د فرضیاتو پر اساس جوړ کړی دی.
ورځپاڼې لیکلي، د راتلونکو انتخاباتو امنیت ساتل به امنیتي ارګانونو ته یو ستر چلنج وي ځکه له یوې خوا نړیوال ځواکونه کم شوي او له بلې خوا وسله وال طالبان له پخوا ډير منظم شوي دي.