ملګري ملتونه دي د ولايتونو په سطحه پروژې جوړي کړي
کندهار والي د خپل کار په دفتر کي د يونيسف ادارې له استازو عبدالجبار حسن ډيني او د يونيسف د پروژو د څار مسوولي سيسلي کولين سره د دغې ادارې د پروژو د کيفيت او څرنګوالي په اړه وږغېد. کندهاروالي د يونيسف د پروژو ستاينه وکړه او ويې ويل، يونيسف د کندهار له ولايتي ادارې سره په همږغۍ پروژي پلي کړي دي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، ملګري ملتونه اکثره وخت د مرکز په سطحه پروژې ډيزاينوي، چي له دې سره د ولايت غوښتني او لومړيتوبونه په نظر کي نه وي نيول سوي، ملګري ملتونه بايد د ولايت په غوښتنه او د ولايت په سطحه پروژې ډيزاين کړي، تر څو د خلکو غوښتني پر ځاى سوي او د پروژو کيفيت ته توجه سوې وي. کندهار والي يادونه وکړه چي د پروژو صلاحيت بايد د مرکز پر ځاى ولايتونو ته وسپارل سي، تر څو پروژې په سمه توګه پلي سي.
نوموړي وويل، “يو اين” او “ډبليو ايچ او” هغه ادارې دي چي په مرسته يې په کندهار کي د ګوزڼ ناروغۍ د پېښو کچه راټيټه سوې ده، دغو ادارو له کندهار سره هر وخت مرستې کړي دي، خو په راتلونکي کې هم د دوى مرستو په خاص ډول د پوليو پر ضد مرستو ته ضرورت سته. کندهار والي يادونه وکړه، که څه هم په تېرو کلونو کي د صحت او تعليم برخو ته ډېر کار سوى دى، خو نور کار ته هم اړتيا سته. هيله ده چي دوى په کندهار کي تعليم او صحت ته نوره توجه هم وکړي.
والي وويل: “موږ بايد د ښار تر څنګ په ولسواليو کي هم پرمختيايي او انکشافي پروژې پلي کړو او په ولسواليو کي د خلکو لپاره د کار زمينه مساعده کړو. له ډونرانو څخه مو هيله دا ده چي د ځوانانو او مېرمنو په برخو کي ډېر کار وکړي، د ځوانانو نه بوختيا د دې عامل سوې چي ځوانان نشه يي توکواو ټروريسټي اعمالو ته لاس اچوي.”
والي دغه راز د ولايتي ادارې او ډونرانو تر منځ پر همږغۍ ټينګار وکړ. نوموړي وويل، ځينې وختونه پروژې پر دوهم لاس ورکول سوي وي، چي دې کار فساد ته هم لار هواره کړې ده. ده وويل، د هرې پروژې له پلي کېدو سره بايد اړونده اداره يا رياست په جريان کې واچول سي. والي دغه راز پر اوږدمهالو پروژو ټينګار وکړ. ده وويل، مخکي لنډمهالي پروژې پلي کېدې، چې د مصارفو په پرتله يې اغېز چندانې نه دى کړى، خو له اوږدمهالو پروژو سره به هم ځوانان په کار وګمارل سي او هم به يې اغېز زيات وي.