کور / تازه خبرونه / ٦ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

٦ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

ګډو افغان امنيتي ځواکونو د “چمتو درې” په نوم په تېرو ٢٤ ساعته تصفيوي عملياتو کي شپږ وسله وال مخالفين وژلي او يو شمېر مهمات يې لاس ته ورغلي دي.
ياد عمليات په ميوند او پنجوايي ولسواليو کي ترسره سوي چي په پايله کي د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کي د امنيتي ځواکونو له لوري شپږ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي او پنځه کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړل سوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.