ویسا ورځپاڼه: په سیمه کې روانه جګړه یو مرموز اړخ لري
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان د راتلونکې وضعیت په اړه په هېواد کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ په وروستیو څرګندونو تبصرې او مقالې خپرې کړي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ښاغلي ډانفورډ دا خبره څیړلې؛ چې ویلي یې دي، که ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي القاعده به بېرته سر راپور ته کړي.
د سرمقالې لیکوال هم دا څرګندونې تایید کړي دي او لیکلی یې دي، چې افغان ځواکونه هم په خپلو پښو لا نه دي دریدلي او طالبان لا منظم شوي دي.
ملي ارمان لیکلي که نړېواله ټولنه یو ځلې بیا افغانستان ته شا کړي؛ نو بې له شکه چې افغانستان او نړۍ ته به ناوړه عواقب ولري.
د سرمقالې له پای کې راغلي، ځکه خو باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره په خپلو ټولو ژمنو ولاړه پاتې شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم د ډانفورډ په څرګندونو خپله سرمقاله لیکلې او دا یې پر افغان دولت فشار بللی چې، ژر امنیتي تړون ورسره لاسلیک کړي.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د امریکا فشارونه دوام لري؛ خو افغان دولت ته بیا هم دا مهمه ده چې؛ د امنیتي تړون په اړه یې امریکا شرایط څومره پوره کولای شي.
هېواد لیکلي، اوس دا په امریکا پورې تړلې ده چې؛ ایا یو ځلې بیا افغانستان ته شا کوي او که د افغان دولت شرایط مني او په دې توګه له دې هېواد سره امنیتي تړون لاسلیک کوي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې لیکلي په سیمه کې روانه جګړه یو مرموز اړخ لري.
د ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلي، وروستیو پیښو ته په کتو اوس دا ثابته شوې ده چې؛ نه یوازې په افغانستان بلکې په پاکستان کې هم د سولې لپاره هره هڅه او حرکت له ګواښ سره مخ شوی دی.
ویسا لیکلي، په افغانستان او پاکستان کې که کوم طالب مشر سولې ته زړه ښه کړی؛ نو وژل شوی او که د حکومتونو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیلیږي نو بریدونه ورسره زیاتیږي.
د سرمقالې په یوې برخې کې راغلي، په سیمه کې د سولې مخالف ځواک ډير په قوت کې دی؛ ښايي نړېواله ټولنه، د پاکستان پوځ او استخبارات او د طالبانو ځینې ډلې په کې ښکیلې دي.