ولسمشر کرزی وايې هغه طالبان وژل کیږي ،چي له افغان دولت سره سوله کوي
ولسمشر حامدکرزي چي نن يې د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو د پای رسېدو او د غونډو د پیل پر مهال خبري کولې يو ځل بیا په ټینګار سره وویل که امریکا او پاکستان وغواړي نو په افغانستان کي سوله راتلای سي
دی وايې د وسلوالو جګ پوړي کسان په ازاد ډول په پاکستان کي د افغانستان حکومت په وړاندي ورانکاره فعالیتونه تنظیموي خو هغه کسان بیا وژل کیږي او یا هم نیول کيږي،چي غواړي له افغان دولت سره د سولي او ثبات خبري اتري مخ ته یوسي
ښاغلي کرزي همدارنګه له بهرنیو هيوادونو غوښتنه وکړه ،چي د افغانستان په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کي لاس وهنه وکړي
په خبره چي په تیر کي د هغوي ښکاره لاس وهني په ډاګه سوي دي.
ښاغلي همدا راز په غونډه کي د افغانستان پر دولس کلونو لاسته راوړونو هم خبري وسوې او د افغانستان له راتلوونکي ولسمشر څخه يې غوښتنه وکړه چي یادي لاس ته راوړني وساتي.