کور / تازه خبرونه / اسدالله خالد يو ځل بيا هېواد ته راستون سو

اسدالله خالد يو ځل بيا هېواد ته راستون سو

د افغانستان د ملي امنيت رئيس اسدالله خالد د ځآنمرګي بريد وروسته امريکا ته د دوهم ځل لپاره د درملنې په موخه تللى وو.

هغه د جمعې په ورځ يو ځل بيا خپل هېواد ته راستون سو، چې اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.

ښاغلي خالد د ٢٠١٢ کال په ډيسمبر مياشت کې د يوه ځآنمرګي بريد په پايله کې سخت ژوبل سو.

ده په خپل ټويټر پاڼې د خپل روغتيايي حالت په اړه ويلي، چې درملنه يې په ښه توګه وسوه او اوس کومه ستونزه نه لري.

اسدالله خالد د ملي امنيت رياست ته د رسېدو سره سم د مخالفينو په ځانګړي ډول د پاکستان په کويټه ښار کې د مخالفينو مهم قوماندان په نښه کړل او هم يې د هغه مخالفينو سره د سولې خبرې پيل کړې، چې په پاکستان کې اوسېدل.

ښاغلي خالد تر دې مخکې د کندهار او غزني د والي په توګه او همداشان د قومونو او سرحدونو د وزير په توګه دندې ترسره کړي وې