په لغمان کې د سیمه ییزو پولیسو او وسلوالو مخالفینو تر منځ په وسلواله نښته کې ۸ تنه مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تیره شپه ۲ نیمې بجې د الینګار ولسوالۍ په پړوايي سیمه کې مخالفو وسلوالو د سیمه ییزو پولیسو په یوې پوستې برید کړی چې د پولیسو په ځوابیه ډزو کې د مخالفو وسلوالو یو تن جعفر ولد مسافر وژل شوی او ۷ تنه نور یې زخمیان شوي دي.
په دغه نښته کې یو تن سیمه ییز پولیس هم وژل شوی او دوه تنه زخمیان دي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.