کور / تازه خبرونه / هلمند:۳ملګی وګړی او ۱۰وسلوال وژل سوي

هلمند:۳ملګی وګړی او ۱۰وسلوال وژل سوي

په هلمند كې په دوه جلا پيښوكې ۳ تنه ملكي وگړي او۱۰ تنه وسلوال وژل سوي دي

د هلمند د رسنیو دفتر وایې چی لومړى پيښه د پنجشنبې په ورځ د گرشك ولسوالۍ اړوند د ده آدم خان په سيمه كي د سهارشاوخوا ۷ بجې هغه مهال رامنځ ته سوه،كله چي د ملكي وگړويوموټرد سړك د غاړې په ښخ سوي ماين وربرابرسو،چي د چاودني په پايله كي يې درې تنه ملکی وګړي ووژل سوه

بل پلود چهارشنبې په ورځ د سنگين ولسوالۍ په بابافقيرسيمه كي وسله والوترد پوليسوپريوې امنيتي پوستې وسله وال بريد كړى چی په ځوابي بريد كې ۱۰ تنه وسلوال ووژل ، په وژل سويو كسانو كي د ملا ولي جان په نوم يوتن د وسلوالو قوماندان هم شامل دى چي جسدونه يې له يوميل كلاشينكوف سره پوليسوترلاسه كړى دى.

سرچینه وایي په دې پيښه كي پوليسوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کوم څه ندي ويلي.