کور / تازه خبرونه / کندهار:پنځه ورځي وروسته د نوم لیکني پروسه بندیږي

کندهار:پنځه ورځي وروسته د نوم لیکني پروسه بندیږي

په کندهار پنځه ورځي وروسته د ټاکنو لپاره د کارټ ورکول بندېږي
په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چي پنځه ورځې وروسته په دغه ولايت کي د ټاکنو لپاره د رايي ورکولو هغه دوه مرکزونه هم تړي، چي خلکو ته کارټونه ورکوي.
ويل کيږي، چي د نورو ورځو برخلاف سلګونه کسان د رايي ورکولو کارټونه ته تېروې، خو په کارټ اخيستلو نه بريالي کيږي.
د افغانستان د نورو ولايتونو ترڅنګ څو مياشتې وړاندې په کندهار کي هم د هغه کسانو لپاره د رايي ورکولو د کارټونو ورکړه پيل سول، چي يا يې کارټونه نه وي اخيستي او يا هم تازه واجد شرايط سوي وي.
ويل کيږي، چي تر دې دمه دوه سوه زره کسانو ته په دغه لړۍ کي د رايي ورکولو کارټونه ورکړل سوي دي، چي د تېرو کلونو د ټاکنو د رايي کارټ لرونکو سره يې شمېر ١٣ سوه زره کسانو ته رسېږي.
که څه هم دغه پروسه مياشتې – مياشتې مخکي د کندهار ښار ترڅنګ په ولسواليو کي د سيارو او دايمي ټيمونو په شتون کي پيل سول، خو په هغه مهال د ټاکنو کمېسيون د چارواکو د بې غورۍ له امله زرګونه کسان بې کارټه پاتې سول.
هغه مهال ځکه ستونزه د ټاکنو کمېسيون چارواکو جوړه کړې وه، چي خلک يې د ټاکنو په ارزښت نه وه پوه کړي، په داسې حال کي، چي دغه کمېسيون ته د خلکو د پوهاوي لپاره بوديجه راغلې وه.
خو ځايي رسنيو پرته له دې، چي د ټاکنو کمېسيون ورسره مرسته وکړي، د خلکو د پوهاوي لپاره مټي را ونغښتې او زيات کسان يې تشويق کړل، چي په ټاکنو کي برخه واخلي، خو کارټ اخيستونکي وايي، چي په ورځو ورځو انتظار وروسته هم بې کارټه کورونو ته ستانه کيږي.
خو د ټاکنو د خپلواک کمسيون چارواکي ملامتيا پر خلکو اچوي، چي مخکي يې کارټونه نه اخيستل او اوس يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.
ددغه کمېسيون رئيس انجنير عبدالهادي داوري وايي، چي دوى د خپل مهال وېش مطابق کار کوي او د کب مياشتې ٢٨ نېټه دوه فعال مرکزونه هم تړي.
خپله د رايي ورکولو د مرکزونو مامورين هم ددغې ستونزې او ګڼې ګوڼې څخه په شکايت دي.
هغوي، چي نه يې غوښټل نوم يې واخيستل سي، د ملامتيا ګوته د ټاکنو کمېسيون ته نيسي، چي د لوجستک توکي پر وخت نه ورکوي او نه يې هم د مامورينو د ټرانسپورټ امکانات چمتو کړي دي.
د دوى په خبره د ټاکنو کمېسيون چارواکو په ښکاره ورته ويلي، چي ډېرو کسانو ته کارټونه مه ورکوي، ځکه د کارټ پاڼې، د ثبت کتابونه، کيمرې او نور امکانات په واک کي نه لري، او ددغې ستونزې له امله د بشر د حقوقو په څنګ کي فعال مرکز د يوې نيمې ورځې لپاره تړلى وو