کور / تازه خبرونه / جان ايف سويکا د کندهار والي سره وکتل

جان ايف سويکا د کندهار والي سره وکتل

د امريکا د بيارغوني د څار ادارې مشر په راتلونکي کي د امريکا متحده ايالاتو د مرستو د شفافيت ډاډ ورکړ
په افغانستان کي د بيارغوني د څار ادارې (سيګار) مسوول له کندهار والي سره د يو لړ پرمختيايي پروژو په اړه خبري وکړې. غونډه د کندهار والي د کار په دفتر کې جوړه سوې وه.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په کندهار کي د فوډ زون پروګرام مخکي په ولايتي کچه پلى کېدى، خو اوس له مرکز کابل څخه اداره کېږي او بل دا چي پروګرام پر وخت و زمان نه دى پيل سوى، چي دې چارې خنډونه رامنځته کړي دي.
کندهار والي د يو شمېر پروژو د معلوماتو ورکولو تر څنګ وويل، امريکا مخکي په کندهار کي اوږدمهالي پروژې لکه هوايي ډګر او د دهلې بند، تمويلولې، خو اوس د پخوا په پرتله دغه ډول مرستي کمي سوي دي. نوموړي يادونه وکړه، چي اوسمهال اکثريت پروژې په دوهم لاس ورکول کېږي، چي دې چارې پر پروژو خورا منفي تاثير کړى دى، پروژې بايد پر اول لاس قرارداديانو ته ورکول سي، له دې سره به د فساد کچه هم ټيټه سوې وي.
کندهار والي غوښتنه وکړه، چي په کندهار کي دي د ظرفيت لوړولو او کوچنيو پروژو پر ځاى، چې اوسمهال زياتي پيسې په مصرفېږي، بنسټيزي او اوږدمهالي پروژې پلي سي. ده دغه راز د عامه پوهاوي پر غښتلي کولو ټينګار وکړ.
په افغانستان کي د امريکا د بيارغوني د څار ادارې پلټونکي جان ايف سوپکا ,ويل، يادي ستونزي به له خپلي مرکزي ادارې سره شريکي کړي، تر څو امريکا خپلو مرستو ته نور دوام ورکړي او سته ستونزي له منځه يوسي.