کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د تدارکاتو نوى دفتر جوړېږي

په کندهار کي د تدارکاتو نوى دفتر جوړېږي

نن د ماليې وزارت يو پلاوي کندهار ته په دې موخه رسمي سفر درلود چې په دغه ولايت کې د تدارکاتو نوى دفتر جوړ کړي.

شمس الدین غیاثي د ماليې وزارت د تدارکاتو او پالیسۍ رئیس او ورسره پلاوي په هغه غونډه کې چې له کندهار والي او سکټوري رئيسانو سره يې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې درلوده، ژمنه وکړه چي په کندهار کې به د تدارکاتو دفتر جوړوي، تر څو د ټولو هغو پروژو تدارکاتي چاري چې مخکې به يې تر مرکز پوري رسولې، نور په ولاياتو کې مخته وړل کېږي.

غياثي وويل، د ولايتونو په کچه به د تدارکاتي چارو د مخته بېولو لپاره دفترونه پرانيزي. هغه وويل، په دې وروستيو کې د دوى څېړنو ښوولې چي په ولاياتو کې د روانو پروژو غټي ستونزي په تدارکاتي چارو کي وي، ځکه د پروژو کار جريان لري، خو په وزارتونو کي يې تدارکاتي چارو کار ټکنى کړى وي.

ده وويل، په ولايتونو کي به د تدارکاتو دغه نوي جوړېدونکي دفترونه خپل تشکيل ولري، د دولت رسميت به لري او د پارلمان له لوري به تصويب سي. دى وايي، په پارلمان کي يې د تصويب کار دوام لري. هغه وايي، په کندهار کي به د دغه دفتر له جوړېدو سره د خلکو لپاره زياتې اسانتياوي رامنځته کړي او وروسته به ټولي تدارکاتي چاري په مرکز نه، بلکې ولاياتو کې سرته رسول کېږي.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ياد دفتر جوړېدو د کندهار د خلکو لپاره لويه اسانتيا وبلله او ويې ويل، له دې سره به د پروژو په کيفيت او چټکوالي کي تغير راسي.

ښاغلي ويسا وويل: “نه يوازي د کندهار اداره بلکي ټول ولايتونه د مرکز سره د واليانو د پولي صلاحيت په برخه کي چي د وزيرانو شورا تر ٤٠ ميليونه افغانيو پوري صلاحيت ورکړی، دغه ستونزه لري، هيله ده، د ماليې وزرات په دغه اقدام دا ستونزه حل کړي”