دکندهار ښاریان وایی ددې ولایت ښاروالی مسيولین په خپلو کارونو کی پاته راغلې دي
دغه کسان وایی دښاروالی مسيولین له دوی څخه د پاکی او صفایی په نوم پیسې اخلي خو کوم خدمات یې ندی ورته برابرکړی،چی له امله یی په هرځای کي کثافات لیدل کیږی
هغوئ همدارنګه نیوکه کوی ،چی ډېری دوکانداران،د هوټلونو او خوړن ځایونو مسئولین هم نظافت ته پاملرنه نه کوی
په خبره يې د ښار په منځ کي داسي هوټلونه،قصابۍ، او د ترکاریو پلورنځی سته چي په یوه ځای فعالیت کوی او نظافت ته پام نه کوی
دکندهار د عامی روغتیا مسيولین وایي د ککړ چاپیریال او نظافت ته د نه پاملرنی له امله ډېری کسان په ناروغیو اخته سوي دي
د دې ولایت د عامی روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وایی ددوی لخوا د هوټلو،دوکانونو او قصابیو خاوندانو ته لایحه ورکول سوې چي د هغوئ لخوا ورته هیڅ پام ندی سوی او نه د ښاروالی له لوری یی تعقیب سوی دئ
دکندهار ښاروالی ویاند زمری څرګند د ښاریانو یادی نیوکی نه منی او وایی چی ددوی لخوا پر وخت کثافات انتقال سوی او هغه کسان یی هم نقدی جریمه کړی چی نظافت ته پام نه کوی
دکندهار ښاریان دا نیوکی پر داسی مهال کوی چی ددې ولایت په میرویس روغتون کی د ساری ناروغیو ګراف لوړ سوی او روغتیاپالان یی علت ککړ چاپیریال او نظافت ته نه پاملرنه په ګوته کوی