په کندهار کې د اسحاقزو قوم مشران وايي، چې په راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شورا په ټاکنو کې د حتمى ګډون تر څنګ غواړي، چې يوه ملي شخص ته رايه ورکړي.
د افغانستان په کچه د اسحاقزو قوم د يوې پراخې غونډې په جوړولو سره وويل، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به د هغه کانديد ملاتړ وکړي، چې ملي او د يووالي ډکه پاليسي ولري.
په دغه غونډه کې، چي د اسحاقزو د قوم مشرانو او په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار برخه درلود همداشان ټېنګار وسو، چي ولس بايد په ټاکنو کې برخه واخلي.
هغوئ، که څه هم په ښکار د کوم کانديد څخه ملاتړ اعلان نه کړ، خو زياته يې کړه، چې داسې چا ته به رايه ورکړي، چي ټاکنه يې د افغانستان د ملي يووالي ترڅنګ د اقتصاد د پايښت په برخه کې ګټور تمام سي.
اسحاقزي قوم د جنوب ترڅنګ په لويديزو ولايتونو کې زيات دي، چې په تېرو حکومتونو کې يې ډېر واک درلود.
تر دې وړاندې په کندهار کې ځينو قومي مشرانو په ښکاره د ځينو کانديدانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړى وو، خو زيات شمېر بايد د يووالي په موخه غواړي، چي په ولايتي کچه خپلې شوراګانې ولري.