مبتذلو سندرو په کندهار کې د معتادينو شمېر زيات کړى دى
په کندهار کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د يوې څېړنې پر مهال موندلې، چې د سندرو د لارې د نشه يي توکو ستاينې ځينې ځوانان په نشه يي توکو روږد کړي دي.
په کندهار کې نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي او زيات کښت تر څنګ د مبتذلو سندرو د لارې د نشه يي توکو ستاينه کول ددې لامل سوې ده، چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د معتادينو شمېر زيات کړ.
هغه سروې، چې په ٢٠٠٦ کال کې د معتادينو د شمېر په اړه شوې وه، تر سل زره زيات نارينه، ښځينه او حتى کوچنيان په نشه يي توکو اخته وه، خو اوس چارواکي اټکل کوي، چې دغه شمېر تر ١٢٠ زره زيات دى.
که څه هم مخکې په کندهار کې غربت، نشه يي توکو ته اسانه لاسرسى، مهاجرتونه او ځينې نور لاملونه يادېدل، خو اوس پرې يو بل اضافه شوى دى.
د کندهار د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسون استازې نعمت الله نالان وايي، چې دا لامل تر ډېره د سيمه ايزو رسنيو د لارې او يا هم په کيست فروشيو کې د نشه يي توکو د ستاينې د سندرو له امله دى.
ښاغلي نالان وړانديز وکړ، چې د نشه يي په وړاندې د مبارزې ادارې بايد د معتادينو د درملنې لپاره مرکزونه جوړ کړي.
په غونډه کې، چې د مدنې ټولنو غړيو ، ولايتي چارواکو او د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون استازو برخه درلوده، د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه غوښتنه وسوه، چې بايد د رسنيو او کيست فروشيو څخه ددغه ډول سندرو، او په محلفونو کې ددغغه ډول سندرو د ويلو څخه مخنيوي وکړي، چې پر مهال يې ځوانان نشه يي توکو کارولو ته تشويق کېږي.
که څه هم په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست استازې عزيز احمد عزيز او د نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس ګل محمد شکران ناست وه، خو بيا يې هم کومې خبرې ونه کړې.