نن سهار وختي د الینګار ولسوالۍ په سنګره دره کې افغان ځواکونو ځانګړي عملیات تر سره کړي چې په پایله کې یې د مخالفو وسلوالو د مشهور قوماندان زاهد د یو سرګروپ عبدالجبار ولد شیر په ګډون له همدې ګروپ څخه نجیب الله ولد ګلاجان، تورملنګ، نجیب الله ولد سیداغا، عمران ولد اسدالله، نائب ولد عبدالرشید او درې تنه نور چې بشپړ هویت یې نه دی څرګند خو ولې یو تن یې د کونړ اوسیدونکی او د قوماندان اول خان له ډلې څخه دی وژل شوي او پنځه تنه یې ټپیان شوي دي.
همدارنګه په دغو عملیاتو کې د مخالفو وسلوالو د یو بل مشهور قوماندان انځر ګل د یو ورور جنت ګل ولد عبدالروف په ګډون څلور تنه محمد امین ولد عزت الله، محمد طیب ولد قیس او شیرزاد ولد امیر خان د یادو ځواکونو له لوري ژوندي نیول شوي چې دا مهال ور سره تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.
په نیول شویو کسانو کې یو تن محمد امین ولد عزت الله د ځانمرګي برید لپاره روزل شوی و او غوښتل یې چې په همدې نیږدي ورځو کې په مهترلام ښار کې تروریستي فعالیت تر سره کړي.
د یادولو ده چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.