په افغانستان کي د يونسف د مرستو حوزوي مشـر ښاغلي اسماعيل شعله نن شنبه له غرمې وروسته له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي د ليدني پر مهال د پروژو انتخاب او تطبيق د ولايتي ادارې او سکتوري رياست صلاحيت وباله.
هغه غونډه چي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ په افغانستان کي د يونيسف د مرستو حوزوي مشر اسماعيل شعله، د ورسره پلاوي غړو او د کندهار د عامي روغتيا رئيس پکي ګډون درلود، ښاغلي شعله وويل، کندهار ته د سفر موخه يې په دغه ولايت کي د پوليو، روغتيا، معارف او د يونسف ادارې د مرستو څار او اروزونه ده.
د يونسف ادارې عمومي مسوول وويل، له ښه مرغه اوسمهال په کندهار کي د پوليو يا ګوزڼ ناروغي په بشپړ ډول له منځه تللې او د نوې سروې يا پلټنې پر مهال د همدې ناروغۍ يوه پېښه هم نه ده ثبت سوې.
نوموړي په کندهار کي د پوليو په وړاندي د مبارزې د دې ښه زيري، چي په روان کال کي تر دې مياشتي مثبته پېښه نه ده ثبت سوې يو په زړه پوري خبر وباله او ويې ويل: ” موږ له دې پرمختګه خبر يو او د دې تائيد کوو. د پوليو د مخنيوي او له منځه وړلو په اړه زياتي هلي ځلي او کوښښونه تر سره کېږي، د ښارونو او کيلو تر څنګ په سرحدونو کي هم تر سره کېدونکي هلي ځلي د زياتي ستايني وړ دي”.
ښاغلی شعله زياتوي چي نړيوال د دې پرمختګ په اړه هېښ دي او په خبره يې کندهار د ناجيريا، پاکستان او ټول افغانستان لپاره يو ښه مثال او تجريبه ده، چي بايد عملي يې کړي.
په ليدنه کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د يونسف ادارې له خوا د مرستو له امله مننه وکړه خو تر څنګ يې يادونه وکړه چي د قراردادي موسسو له خوا يې کارونه د سکټوري رياستونو سره په همږغۍ نه تر سره کېږي چي د بېلګي په توګه د ټېرفنډ او اې سي ټي ډي موسسې دي چي ډېری کارونه له سکټوري رياستونو سره په نه همږغۍ ترسره کوي.
کندهار والي سپارښتنه وکړه چي له دې وروسته دي د يونسف ادارې له خوا له سکټوري رياستونو سره ټول کارونه د همږغۍ تر څنګ ټولي مرستې له ولايتي ادارې سره په تفاهم ترسره کېږي.
دا په داسي حال کي ده چي څه موده وړاندي په کندهار کي د پوليو يا ګوزڼ ځيني پېښي ثبت سوې وې خو دا ځل د پوليو د کمپاين له پيلېدو راهيسې له ښه مرغه د پوليو هېڅ پېښه نه ده ليدل سوې.