کور / تازه خبرونه / د هيواد په ځينو سيمو کي د امنيت نه ستون د ټاکنو په وړاندي خنډ دئ

د هيواد په ځينو سيمو کي د امنيت نه ستون د ټاکنو په وړاندي خنډ دئ

د ټولټاکنو خپلواک کمیسون کمېشنره شریفه زرمتۍ وایي د هېواد په ځینو سیمو
کې د امنیت نشتوالی د ټاکنو پر وړاندې ستره ستونزه ده.
نوموړی،چې نن ( پنجشنبه ) یې د میدان وردګو ولایت مقام کې د دغه ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره په هغه ناسته کې لیدنه کوله،چې په کې د ځانګړو افغان ځواکونو د لومړۍ لیوا قوماندان ښاغلي جنرال امان الله مبین،د امریکا د ځانګړو ځواکونو عمومي قوماندان ډګروال ریګا، د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس ښاغلي انجینر طاوس او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.
د ټولټاکنو خپلواک کمیسون کمېشنرې شریفه زرمتۍ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : د هېواد د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د راتلوونکو ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو ټاکنو لپاره هیڅ ډول تخنیکي ستونزه نلري.
دې زیاته کړه،دوی او زیات شمېر خلک د ټاکنو پر وړاندې په ځینو سیمو کې د امنیتي ستونزو له امله اندېښمن دي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: د راتلوونکو ټولټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه باید د امنیت د تامین ترڅنګ د ټاکنو سره د ولسونو د علاقې پر پیدا کولو هم باید کار وشي .
نوموړی زیاته کړه،په میدان وردګو ولایت کې په دواړو برخو زیات کار شوی او لا هم دغه لړۍ روانه ده .
د میدان وردګو والي په وینا په دغه ولایت کې په ټاکنو کې د علاقې پیدا کولو په موخه وخت په وخت د دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو،مدني ټولنو،میرمنو او نورو سره وخت په وخت لیدنې کړي او دوی ته یې په ټاکنو کې د ګډون کولو او د نورو هڅونو دنده سپارلې،چې په دغه برخه کې ډیری لاسته راوړنې لرو .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وایي،په امنیتي برخه کې هم دوی زیات کار کړی او تر ټولو مهمه داده،چې په دغه ولایت کې امنیتي قواوې همغږي دي او په هر صورت کې یې ژمن دي،چې د دغه ولایت په ټولو سیمو کې امنیت د ټاکنو د ترسره کېدو په موخه تامین کړي .