دیني عالمانو د خپل مشر ټاکل د اسلام د مبارک دین له نظره د حضرت محمد ص میراث وبللو
د میدان وردګو ولایت دیني عالمانو نن ( پنجشنبه) د دغه ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره د ولایت مقام کې په جوړه شوې غونډه کې د خپل مشر ټاکل د اسلام له نظره د حضرت محمد ص میراث وبللو او ژمنه یې وکړه،د رایې اچونې پروسې د بریالیتوب په موخه به هر ډول هلي ځلي کوي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني د دغه ولایت دیني عالمانو څخه غوښتنه وکړه،چې د خپلو ممبرونو له لارې دې،د ټاکنو د مشروعیت په اړه خپل ولسونو ته پوهاوی ورکړي .
ده همدا راز د ټاکنو سربیره په کلیوالي سیمو کې د ناوړه رواجونو په لمنځه وړلو او همدا راز د پسرلي په موسم کې د نیالګیو کینولو په اړه هم د دوی رول مهم وباله او غوښتنه یې ترې وکړه،چې په دغه برخه کې هم له خپلو ولسونو سره زیات کار وکړي .
به جوړه شوې غونډه کې،چې د ښځو چارو او د ټولټاکنو خپلو کمیسون مسؤلینو هم ګډون کړی وو،د دیني عالمانو په استازۍ مولوي فضل الربي احمدي وویل: موږ ته د نبي اکرم ص لخوا میراث راپاتې دی،چې د خپل راتلوونکو لپاره یو ښه امر وټاکو .
دوی زیاته کړه،د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه به په خپلو مسجدونو کې تر وروستي امکاناتو پورې هلي ځلي وکړي،چې رایې ورکولو لپاره ښه او مناسبه زمینه برابره او ولسونه په کې ګډون وکړي .
په ورته وخت کې د دغه ولایت د ټولټاکنو خپلواک کمیسون مشر ښاغلي نورالله د خپلو خبرو په ترڅ کې یادو دیني عالمانو ته ډاډ ورکړ،چې د ټاکنو ترسره کیدو پرمهال د دوی اداره بشپړ چمتوالی لري او هڅه کوي،ترڅو پوره رڼې او شفافې ټاکنې په دغه ولایت کې ترسره شي .
د یادونې وړده،تر دا مهال په میدان وردګو ولایت کې د لس زرو په شاوخوا کې د ښځو په ګډون نږدې درې دېرش تنو د رایې ورکونې کارتونه اخیستي،چې اوس هم دغه لړۍ په مرکز میدان ښار کې دوام لري