پر يوه تاريخي ميدان تاريخي لوبه راته ګوري. پاکستان هغه لوبډله ده چي په محدود اووريز کرکيټ کي نسبتا ښه نوم لري. فاسټ او ورو بالينګ خو يې له لسيزو راهيسي نامداره وو، اوس يې بيا بټنګ هم څه ناڅه سُر نيولى دى. چي د يوې خوا پيچونه د بټنګ لپاره وي او له بل پلوه عمر اکمل غوندي اورپران توپ وهونکي هم ورته په فورم کي وي بيا خو نو د سيالو بالرانو بايد پايڅې ورېږدي.
د پاکستان له اوسنيو ټولو لوبغاړو سره تقريبا زموږ هلکان بلد دي، که مو پچه وګټله بايد اول بټنګ وکړو او که مو وبايلله نو د مصباح الحق احسان به ومنو که يې ورپرېښودو. دا په دې چي هم مو بټنګ ضعيفه دى او هم د يوه ډېر ځواکمن بالنګ په غېږه ورځو، نو که زما په خيال د هدف د پوره کولو اروايي بوج راڅخه ايسته سي يو پلس يې وبوله.
د کريم صادق او مينه والو څخه په بخښني سره وايم چي نوموړى بايد د احتياطي لوبغاړو پر څوکۍ تر پايه وساتل سي. اوپننګ ته نورعلي او منګل مناسب بولم. د شهزاد اړتيا د ويکټ ساتونکي په توګه لوبډله کي زياته ده، پر درېيم نمبر يې را ايستل هم سخت لوى قمار دى، نو که مجبورا د منګل پر ځاى اوپننګ ته راووزي هم ګوزاره کوي، ځکه ممکن بټ يې خوله ښخه او يو ښه پيل رانصيب کړي. د ده ځاى منګل غوندي حوصله من بټسمن ډکولاى سي. که پاورپلې سمه وکارول سوه نو څلورم نمبر ته د نجیب ځدراڼ غوندي احساساتي بټسمن راوتل بد نه دي چي هدف نور هم سره وښوروي، خو که يې خوند نه و بيا نو نبي په کار دى. ميډل ارډر کي اصغر، سمېع شينوارى او اشرف يوازني راپاته اپشنونه دي. فضل نيازى تر بې تجربې لا بې تجربې دى، هيڅ حال نه په لرم.
زموږ بل مشکل د کيڼ لاسو بټسمنانو کمى دى، په اوايلو کي د چپ او ښى لاسو تر منځ ملګرتيا تازه بالران د ستونزو سره مخولاى سي. په هر صورت په ميډل ارډر کي د ګلبدين نايب نشتوالي سخت لوى تشيال رامنځته کړى دى. حيران يم چي پر دومره مهمه موقع د داسي ښه، متوازن او باتجربه بټسمن پرېښودل په کوم منطق وتلم!!!
تر هر څه د نبي خان رول ډېر مهم دى، د کرکيټ روايت پاته سوى دى چي محدود اوريزي لوبي تر ډېره کپتانان کږې او سمولاى سي، ډېره لويه هيله نه ځني لرو خو چي له غټ شرمه مو وساتي هم اووه زره خيره.
د حسن جوړوالى لوى زېر دى، موږ ته په تېره په مرګونو يا وروستيو لسو اوورونو کي تر هر څه د ده تجربه په کارېداى سي، د ګړنديو بالرانو مخ و شا ته کول ښايي تر نبي حسن بهتر وکولاى سي. د پيچ مطابق د سمېع شينواري پسرلنى فورم او ويکټ اخيستونکى خوى مو د لوبي په منځنيو اوورونو کي ښه لاسنيوى کولاى سي، نبي هم تر ده راوروسته دويم کليدي لوبغاړى دى چي په بالنګ کي هم ډېري تمي ورپوري تړلي دي.
که څه هم فاسټ بالران مو ماشاءالله مسلکيان دي او مشوره ورکول نه دي په کار، خو ولاکه مي په خوله کي تکيه کيږي، نو بايد ووايم چي که يې ډېره تېزه توپ اچونه کوله خير يې نسته، په تېرو دوو لوبو کي مالومه سوه چي پر دغو پيچونو نه تېزوالى په درد خوري او نه هم ډېر يارکران او باونسران، د ګړنديو توپ اچوونکو تر ټولو موثر بالونه ورو هغه ول. ملنګا او شامي وکولاى سواى په خپل همدې هنر په ښو ښو وختونو کي مهم مهم ويکټونه واخلي. البته سپيډ مهم دى خو د ورو بال ورسره يوځاى کول تر هغه لا ارزښتناک دي.
کوښښ بايد وسي چي په تېره په دويمه پاورپلې کي لږ تر لږ شپږ ويکټه وساتل سي-پوهېږم چي غټه خبره مي وکړه- خو سره بخښو به.
دا پلا بايد د اجمل او اپرېدي سره بې باکي ونسي، اپرېدى چي د ميدان دباندي هر څونه تر څټه او شين دى خو په ميدان کي بيا د دنيا يو خطرناک لوبغاړى په تېره بالر دى، که د تېر وار غوندي سپک ونيول سو تباه به مو کړي، الله دي وکړي چي په تېره نبي دا ځل عبرت اخيستى وي. داسي ښکاري چي بال يې تر اوسه سم څرخي او په فورم کي دى.
د کرکيټ د ماهرانو په وينا اپرېدي ته د توپ وهونکي په توګه شارټ او هغه بالونه اغېزناک دي چي لږ غوندي وايډ يا له ده څخه ليري خيزونه وهي او داسي څرخ ورکړل سوى وي چي دباندنۍ خوا ته تښتي. ملنګا تېر ځل پر همداسې يوه بال مور پر بوره کړه.
تر لوبغاړو مي د يوې خبري د ور رسېدلو تمه هم نه لرم، خو څنګه يې کوې اخير زړه دى کنه.
په دې هيله چي داسي يې وبايلو چي هم مو د ناميانو نوم ولاړ سي او هم بنګلدېشيان د بېري پرتوګاښونه ټينګ وتړي.