کور / تازه خبرونه / د ٨ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د ٨ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په سيدانو کلي کي د چاڼيزو عملياتو پر مهال د ٨ تنو وسلوالو طالبانو د وژلو تر څنګ يو شمېر وسلې او نشه يي توکي نيولي دي.
ياد عمليات د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ښه امنيت د تامين په موخه ترسره سول، چي په پايله کي يې اته تنه وسلوال طالبان وژل سوي، ٣ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، ٢ دانې د وسايطو ضد ماينونو فېوزونه، ١ کړۍ د پرسونل ضد ماين، يوه دانه د ماين کانچه او ١٠ کيلو ګرامه اومه چرس کشف او تر لاسه سوي دي.
په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.