کور / تازه خبرونه / زابل: ۶۴۸ کیلو کیرامه نشه يې توکې نیول سوي

زابل: ۶۴۸ کیلو کیرامه نشه يې توکې نیول سوي

دزابل امنیتي چارواکي خبرورکوي چي دتلاشۍ پرځنځیر يې سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي دي، ددې ولایت امنیه قومندان وايي چي دنښه يي توکو په وړاندي يې کلکه مبارزه پیل کړې ده او په نهه میاشتو کې يې تر۵ ټڼه زیاته نشه يي توکې نیولي دي،دمشرانو جرګې دشکایاتو کمیسیون رېیس ددې ولایت دپولیسو دکړنو ستاینه کوي:

دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخی روغ لیونی نن خبریالانوته وویل چی په مرکز کلات ښارکی یی دکابل کندهار پرلویه لاره دتلاشی پرځنځیر یو ځل بیا په دوو جلاجلا پیښو کی ۶۴۸ کیلو کیرامه نشه يې توکې نیولی دي.
روغ لیونی وایی یاد نشیی توکی چی ټول تاریاک دی په یوه مازدا او کورولا ډول موټرونو کې په ډیر مهارت سره ځای پرځای شوې وه چي ددوی پولیسو دیوه ترلاسه شوې راپورپربنسټ ونیول.

بل لورې ته بیا دمشرانو جرګې دشکایات اوریدولو کمېسيون رېیس ډاکټر زلمي زابلي دپولیسو دګړنو دستاینې ترڅنګ دمرکزې دولت څخه ددې ولایت دملي پولیسو دتشویق غوښتنه کوي.

په زابل کې دالمړی ځل نده چي نشه يې توکې نیول کیږي بلکې تردې وړاندې هم ددې ولایت ملي پولیسو دقاچاقو دمخنیوي په موخه کوټلې ګامونه پورته کړي دي.