د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په ختيځ کي د وسله والو په ډزو کي يو باندنى قراردادي وژل سوى.
خبرپاڼه نن ورځ د کابل پر وخت د سهار پر ٠٥:٥٦ بالا لراوبر ته را رسېدلې.
په خبرپاڼه کي راغلى چي ياد کس د يوه غېر رسمي سفر په ترڅ کي وژل سوى.
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي باندني د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى.