کور / تازه خبرونه / د ډاکټر اشرف غني د کمپاين پر موټرانو بريد سوى

د ډاکټر اشرف غني د کمپاين پر موټرانو بريد سوى

په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د ټاکنیزکمپاین د موټرو کاروان نن سهار لس بجې د کونړ پر لاره د ناپېژاندو وسله والو له لوري ورباندي ډزي وسوې.
دا ډزې د نرنګ ولسوالۍ د چینارګي په سیمه کې پرهغه موټر وشوې،چې په ختیځ کې د ډاکټرصیب غني د کمپاین عمومي مشر الحاج احسان الله کاموال او په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې مېرمن ارین یون پکې ناست ول.
په ډزو کي سپرو کسانو ته کوم زيان نه دئ اوښتى. خو موټر پکښي لږ زيانمن سوى دئ.
د موټرو په دغه لوی کاروان کې د ختیزو ولایتونو یوشمېر دیني عالمانو،قومي مشرانو او د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین ځینې فعالان هم موجود وو.
د ډاکټراشرف غني د کمپاین دفترد دغه برید له غندلو سره له حکومت او امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه لري،چې د دغه ولسمشریز نوماند د کمپاینرانو امنیت ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.