کور / تازه خبرونه / ډېری امریکايان افغان جګړه تېروتنه بولي

ډېری امریکايان افغان جګړه تېروتنه بولي

ګالوپ: ډېری امریکاييان افغان جګړه تېروتنه بولي

ګالوپ:

د نظرپوښتنې یوې نړېوالې ادارې ګالپ په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت یوه بل اړخ ته کتنه کړې ده.

دا نړېواله اداره وايي، اوس زیات شمېر امریکاييان د افغانستان جګړې ته د تیروتنې په سترګه ګوري.

ګالوپ ویلي،په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت له پيل راهیسې ښايي اول وار زیات امریکاییان ووايي، چې د افغانستان جګړه اشتباه وه.

ګالوپ وايي، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د هغو امریکاییانو شمېرچې د افغانستان جګړه یې اشتباه ګڼله ۹ فیصده وو، خو د سږکال په فبرورۍ کې سروې څرګنده کړه چې د هغوي شمېرنهه څلويښت فیصدو ته لوړ شوی دی.

دا اداره وايي، په ابتدا کې ښايي امریکايیان د بلې هرې معاصرې جګړې په پرتله په افغانستان کې د پوځي عملیاتو ملاتړ کونکي وو، خو دا پوځي ماموریت د امریکا لپاره په ترټولواوږده جګړه بدل شو.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې، د بګرام له زندانه د هغو بندیانو پر خوشې کېدو تبصره کړې چې د امریکا حکومت خطرناک او پرملکي خلکو د حملو مسولین ګڼلي وو.

ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان د حکومت له خوا د هغو تروریستان خوشې کېدل چې امریکاییان یي وژلي وو، له هغو امریکاييانو سره جفا ده چې له طالبانو او تروریستانو څخه يې د افغانستان په دفاع کې ځانونه قرباني کړل.

د ټایمز په لیکنه، دا له هغو امریکاییانو سره هم جفا وه، چې لاسونه او پښې یې په افغانستان کې پرې شول او یا د جګړې له وحشته په رواني ناروغیو اخته کورونو ته ستانه شول.

د واشنګټن ټایمز د دې مقالې لیکوال وايي:

“د افغانستان له ترخې تراژيدي باید لږ تر لږه دا سبق واخلو چې په هغو هېوادو کې چې هیڅ کله ډيموکراسي نه وه او نه وه پيژندل شوې، د ولس جوړونې او ډيموکراسۍ ټینګولو فکر د تل لپاره له سره وباسو. ”

د مقالې لیکوال له افغانستانه د امریکايي ځواکو د وتلو د اعلان په اړه وایي، کله چې جمهور ریس بارک اوباما دا خبره اعلان کړه، ولسمشرکرزي هم فکر وکړ، چې د امریکا ملاتړ موقتي دی، خو طالبان ښايي د امریکا تروتلو وروسته ډير وخت شاوخوا ته فعالیت وکړي نوله دې امله یې غوره وبلله چې؛ د امریکا د دښمنانو ښي اړخ ته ودریږي او یو شمېرتروریستان یې خوشې کړل.

البته، د افغانستان حکومت ویلي وو، چې د دې کسانو پرضد کافي شواهد نه وو موجود.

د واشنګټن ټایمزلیکوال وايي:

“تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د امریکا پوځ په جاپان او لویدیځ جرمني کې هم حکومتونه ونیول، خو هلته داسې کسان قدرت ته نه وو رسول شوي چې خپلې ګټې د امریکا پر ګټو غوره وګڼي او د امریکا په وړاندې دوه مخي وکړي.”