کور / تازه خبرونه / يو تړلی ښوونځی بيا پرانيستل سو

يو تړلی ښوونځی بيا پرانيستل سو

د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کي يو تړلی ښوونځی بيا پرانيستل سو
د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کي يو ښوونځی چي له تېر يوه کال راهيسي بند و، نن يو ځل بيا د زده کوونکو په وړاندي پرانيستل سو.
ياد ښوونځی چي د شاوليکوټ ولسوالۍ په زرتاله نومي کلي کي موقعيت لري د قومي مشرانو، سپين ږيرو او د سيمو د اوسېدونکو په هلو ځلو يو ځل بيا د زده کوونکو په وړاندي پرانيستل سو او له پرانيستلو سره سم پکي ٢٢٠ تنه نارينه او ٤٠ تنې نجونو زدکړي پيل کړې.
د سيمي خلکو د خوښۍ او خوشحالۍ تر څنګ ژمنه کړېده چي په دې ولسوالۍ کي د نورو ښونځيو د پرانيستلو لپاره به هم تر خپله وسه هلي ځلي کوي.
شاوليکوټ ولسوالي ١٨ ښوونځي لري چي يوه يې لېسه او دوه منځني ښوونځي دي او له همدې جملې څخه ١٠ پرانيستي او ٨ ښوونځي لا هم د زده کوونکو په وړاندي بندي دي، خو د پرانيستلو لپاره يې هلي ځلي رواني دي، تمه کېږي چي پاتي نور ښوونځي به هم د لنډ وخت په اوږدو کي د زده کوونکو په وړاندي پرانيستل سي.