کور / تازه خبرونه / افغان لوبډلي د نړۍ وال جام (٨) غوره لوبډلو پړاو ته لار وموندل

افغان لوبډلي د نړۍ وال جام (٨) غوره لوبډلو پړاو ته لار وموندل

د افغانستان ملي نولس کلنې کرېکټ لوبډلې نمیبیا ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لاره وموندله.

ددغې لوبې پچه د نمیبیا لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
د نمیبیا لوبډلې په ټاکل سویو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره افغان نولس کلنې لوبډلې ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ اچونکو له لوري مسلم موسی ۳، شرف الدین اشرف ۲ او حشمت الله شهیدي د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبغاړو د لوبې په ۲۵ آور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ورکړل سوی هدف بشپړ کړ چې له ډلې یې مجتبى ۵۰، حشمت الله شهیدی ۵۲ او ناصر جمال ۳۹ منډې جوړې کړې.

ددغې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلي د غوره اتو لوبډلو پړاو ته لاره وموندله او په راتلونکو پړاونو کې به د نورو ګروپونو له غوره لوبډلو سره لوبې تر سره کوي.

تردې مخکي افغان لوبډلي اسټراليا ته ماتې ورکړې وه خو د بنګلديش څخه يې لوبه وبايلل او راتلونکې لوبه يې د جنوبي افريقا سره په يکشنبې ترسره کيږي .