د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو تېره ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د تصفيوي عملياتو پر مهال له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل کشف او خنثی کړ.
ياد عمليات چي چمتو دويم نومول سوي ول، د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په پنج نومې سيمه کي تر سره سوي چي په پايله کي يې د وسايطو ضد دوې کړۍ ماينونه، يو ميل کلاشنکوف، څلور دانې شاژورونه، څلور کړۍ بېلابېل ماينونه او له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل کشف او خنثی سوي دي.
دې ته ورته د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ښه امنيت په موخه د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په بېلابېلو کليو لکه عليزي، چمن، خرني، برلاس، ساده او پيا نومو کليو کي هم تصفيوي عمليات تر سره سوي چي په پايله کي يې ١٠ کړۍ بېلابېل ماينونه کشف او خنثی سوي دي.