اسلام اباد : دبي بي سي د خبرله مخې د طالبانو له لوري د نومول شوې کمېټې غړي يوسف شاه ابراهيمي ویلي، چې حکومت د سولې خبرو په اړه ډېر جدي نه دی او خبرداری يې ورکړ که مذاکرات دوام ونه کړي ښايي د تاوتريخوالي پېښې لا زياتې شي.بل خوا د حکومتي کمېټې غړي رحيم الله يوسفزي ويلي، چې خبرې اترې ځنډېدلې دي. حکومتي کمېټې غړی رحيم الله يوسفزي اعتراف کړی، چې مذاکرات ځنډول شوي دي.دی وايي چې د دواړو کمېټو ترمنځ غير رسمي اړيکې شته او د خبرو اترو بهير د بېرته پيلولو هڅه کوي.د ښاغلي يوسفزي په وينا په کراچۍ کې پر امنيتي ځواکونو دوو بريدونو او په مهمند ايجنسۍ کې د ۲۳ سرتېرو د وژلو په تړاو لومړي وزیر نواز شريف ويلي چې دا د امنيت لپاره يو ټکان دی. رحيم الله يوسفزی وايي خو سره له دې هم لومړی وزير نهيلی نه دی او غواړي چې خبرې دې روانې وي.”دا ډول پېښې کېږي او که د طالبانو او حکومت کمېټې داسې له يو بل نه لرې اوسي نو دا ډول پېښې به زياتېږي. که يو ځل د اوربند اعلان وشي نو زما په فکر چې په ټول هېواد کې به دا ډول پېښه رامنځته نه شي.”بل خوا له د طالبانو د کمېټې غړي يوسف شاه ويلي چې حکومت د سولې په خبرو کې جدي نه دی.د حکومتي کمېټې پر پرېکړې د تبصرې کولو پر مهال هغه وويل، ”که هغوی له موږ سره ليده کاته نه غواړي، نو موږ هم د دې هيله او شوق نه لرو”.د وروستيو ترهګريزو پېښو په تړاو يوسف شاه وويل: ”دا ډول پېښې کېږي او که د طالبانو او حکومت کمېټې داسې له يو بل نه لرې اوسي نو دا ډول پېښې به زياتېږي. که يو ځل د اوربند اعلان وشي نو زما په فکر چې په ټول هېواد کې به دا ډول پېښه رامنځته نه شي”.بل خوا رحيم الله يوسفزي ويلي چې د مذاکراتو کمېټه به پر خپل ځای ي او سلامشورو او غير رسمي اړيکو ته به دوام ورکړي طالبان بايد له قيده او شرط پرته اوربند اعلان کړي خو طالبانوویاند شاهد الله شاهد رسنیو ته وویل ، چې دوی د اوربند لپاره له خپلو ټولو څانګو سره تماسونه نیولي او ډېر ژر به د خپل مشرتابه شورا له سلا-مشورې وروسته خپله پریکړه اعلان کړي.