دکندهار ولايت د پنځمي ناحيې اړوند د ښور اندام په صنعتي پارک کي په لومړي ځل د افغانستان په کچه دچرګانو د حلالولو او پاکولو فابريکې په فعاليت پيل وکړ.
د يادي فابريکي په پرانستغونډه کي د زراعت رئيس انجنير احمد شاه روشن، د عامي روغتيا رئيس عبدالقيوم پخلا، د ښاروالۍ رياست مرستيال محمد نسيم رضايي، د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي، يو شمېر سکټوري رئيسانو او ملي تجارانو برخه لرله .
دا فابريکه چي د ملي تجار حاجي محمد ابراهيم له خوا جوړه سوې نوموړی وايي په ياده فابريکه کي يې د ١٦ ميليونه افغانيو پانګه اچونه کړې چي د يوه ساعت په اوږدو کي د ٤٠٠٠ چرګانو د ذبحه کولو وړتيا لري.
د دې فابريکې د مسوول په خبره دوی اوسمهال ټول ټال دېرش تنه کاريګر لري، خو تمه يې وښوده چي په لږه موده کي به يې د کاريګرو شمېر له سلو تر يو سل او پنځوسو تنو پوري ورسېږي.
ددې فابريکې د مرغ دارۍ څانګه په هرات کي ده چي له ياد ولايت څخه چرګان کندهار ته انتقالوي او د ذبح کولو او پاکولو په موخه کندهار ته راوړل کېږي.