کور / تازه خبرونه / کندهار : دوو مجرمینو ته علني محکمه کي سزا واورېدله سوه

کندهار : دوو مجرمینو ته علني محکمه کي سزا واورېدله سوه

کندهار افغانستان- نن د کندهار ولايت د ښاري محکمې لخوا دوه تنه چي د جعلکارۍ او قتل په جرم نيول سوي ول، د جرمونو تر اثبات وروسته يوه ته د اعدام او بل ته د لسو کلونو بند سزا وټاکل سوه.

يادو دوو تنو محمد د علي احمد زوی او حاجي محمد د عبدالرحمن زوی څه موده وړاندي د عزيز احمد په نوم يو تن تښتولی او وروسته يې وژلی او تر څنګ يې د ځانونو لپاره د جعلي تذکرو جوړولو د جرمونو تر اثبات وروسته د کندهار ښاري محکمي له خوا په علني ډول يوه ته د اعدام او بل ته د لسو کلونو بند سزا واوروله.

د ښاري محکمې د رئيس په خبره ياد دوه تنه حق لري چي دوی ته د ورکول سوي سزا د کمولو په خاطر دويمي محکمې ته مراجعه وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي څو ځله نور هم د ښاري محکمې له خوا قاتلينو، ترهګرو او داسي نورو سترو مجرمينو ته په علني محکمه کي سزا اورول سوې ده