کور / تازه خبرونه / كندهار:د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رسماً خپلي تدريسي چاري پيل کړې

كندهار:د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رسماً خپلي تدريسي چاري پيل کړې

نن د يوې غونډي په ترڅ کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون چي تېره ورځ يې د ولسمشر کرزي له خوا پرانيستنه وسوه رسما خپلي تدريسي چاري پيل کړې.
هغه غونډه چي د ياد پوهنتون د تدريسي چارو د پيل په موخه جوړه سوې وه پکي د کندهار والي تر څنګ د زراعتي علومو دوه تنه افغان استادان، يو تن هندی استاد، د کندهار پوهنتون تدريسي مرستيال تواب بالاکرزي او د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه راغليو (٢٣)درويشت تنو زده کوونکو ګډون درلود.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ياد پوهنتون پرانيستل د افغانستان په تاريخ کي د علمي ډګر يو ستر ګام وباله او د دې پوهنتون محصلين يې خوشبخت وبلل چي په افغانستان کي د ماسټرۍ تر کچي پوري د زدکړو زمينه ورته برابره سوې ده.
کندهار والي د ياد پوهنتون د تدريسي چارو د پيل په اړه يادونه وکړه چي ددې پوهنتون اوسنيو محصلينو ته به د دوو اوونيو لپاره په همدې پوهنتون کي زده کړه ورکړل سي او تر دوو هفتو وروسته به د لومړي سميسټر د زدکړي لپاره هند ته ولېږل سي.
غونډي ته د خبرو پر مهال کندهار والي وويل: ” په دې پوهنتون کي به د هند هيواد د تکړه استادانو تر څنګ د نورو بهرنيو هيوادونو او افغانستان په کچه منل سوي او وتلي استادان تدريس کوي، دا واقعاً د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره يو ستر او نه هېرېدونکی پرمختګ دی”.
هند هيواد ددې پوهنتون د پرانيستلو له امله زياته خوښي ښيي او ژمنه کوي چي د پياوړتيا او پرمختګ لپاره به يې په هره برخه کي مرسته کوي.
اوسنۍ ودانۍ چي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د پوهنتون لپاره کارول کېږي د زراعتي انسټيټوټ په موخه جوړه سوې وه خو تر لږه موده وروسته به د ياد پوهنتون لپاره د ځانګړي تعمير کار هم پيل او له اوسنۍ ودانۍ څخه به د همدې پوهنتون د کتابتون، تحقيقاتي فارم،لابراتوار او داسې نورو برخو په توګه کار واخيستل سي.
کندهار والي غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، د افغانستان ډېرې بدي ورځي تېري سوي او په علمي ډګر کي د سياليو وخت رارسېدلی دی.
د ياد پوهنتون لپاره هندي استاد ډاکټر “يو کې بيهيارا” ژمنه وکړه چي په هيڅ ډول به ددې پوهنتون محصلينو ته د تدريس پر مهال خپلي هڅي ونه سپموي او د هندي استادانو په نمايندګي به ټولي تجربې له افغان محصلينو سره شريکي کړي او هڅه به وکړي چي ياد پوهنتون د اسيا په کچه د سترو پوهنتونونو په ليکه کي ځای کړي.