دزابل دیوشمیر اولسوالیو اوسیدونکي دعامې روغتیا دریاست څخه غوښتنه کوي چي په ولسوالیو کې خپل خدمات زیات کړي ، دوی وايي که څه هم دولسوالیو په مرکزونو کې روغتیايي خدمات شتون لري خو دخلګود شمیر په پرتله کم دي او دعامې روغتیا ریاست باید ددې ولایت وټولو برخو ته روغتیايي ډلې ولیږي ترځو خلګو ته په روغتیايي برخه کې اسانتیاوي رامنځ ته شي.
دوی همداراز په روغتیايي مرکزونو کې ددرملو کموالي څخه سرټکوي.
بل لورته بیا ددې ولایت دعامې روغتیا رېیس ډاکټر لعل محمد توخي که څه دخلګو ستونزه پرځای بولي خو وايي چي ددوی روغتیايي خدمات په ټولو ولسوالیو کې فعال دي اودنوموړي په خبره دخلګو دنفوس په پرتله يي خدمات لږ دي او دعامې روغتیا وزارت څخه يې پدې اړوند دمرستي غوښټنه کړې ده.
زابل دافغانستان په سهیل کې پروت ولایت دی چي نفوس يې يې اته سوه زرو ته رسیږي خو ددې ولایت دچارواکو اوخلګو په وینا مرکزي دولت ددوه سوه اویا زرو نفوس ته په کتو ورسره مرستي ورکوي چي اکثره مهال خلګ دخدماتو دلږوالي څخه سرټکوي.