اصلی پوښتنه دا ده چی د داسی ورځو په نمانځنو کی مطبوعات د افغانستان خلکو ته څومره رښتینی معلومات او ښونه او روزنه ورکوی ؟
زما په آند ځواب یو دی او هغه هم هیڅ …
او که دی ته راشو چی د دغو ورځو له نمانځنو څخه څوک ګټه اخلی ځواب یی ښکاره دی چی انګیس …
لویدیځ مطبوعات د روسیه او ثور انقلاب پرضد تبلیغاتی کمپاین کی داسی ستراتیژی لری چی نه یواځی په افغانستان کی مترقی او وطنپرست ځواکونه وځپی بلکی په دغه روان تبلیغاتی بهیر کی د افغان او انګلیس لومړی ، دوهمه او دریمی جګړی په افغانانو هیری کړی او پر ځای یی روسان د افغانانو خوله ته ورواچوی چی په خپل دغه نیت کی ـ ( په سلو کی اویا او هم په سلوکی دیرش ) بریالی بریښی .
د انګیسانو یو لوی انګلیس چرچـــــــــل ویلی وو چی یوه ټولنه هغه وخت ښه تر ولکی لاندی راوستلای شو چی په هغه کی اویا په سلوکی خلک جاهل او دیرش په سلوکی خلک فاسد وساتو . چی دا دی اوس همدغه خبره په افغانانو عملی کیږی.
د افغانستان په سلوکی اویا مظلوم ، وروسته پاتی ، بی واکه او عادی وګړی دی او په سلو کی دیرش نور یی افغان حکومتی ماموریتی بهرنی او کورنی ژورنالیستان ، حاکم سیاست وال ، لیکوالان ، حکومتی چاروکی او د روانی جګړی دواړو غاړو پوځی قوماندانان ، او د داسی نوری څرګندی او ناڅرګندی کړی دی چی د افغانستان په دننه او بهر کی د افغانستان په مسایلو کی په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ښکیل دی چی په بل عبارت د افغانستان د روان تاریخی ناورین د لوی ماشین کوچنی پرزی جوړوی…
حقیقت دا دی چی په افغانستان کی د انګلیس او امریکا د روانی تودی او مطبوعاتی سړی جګړی پیل له اتلسمی پیړی څخه سرچینه اخستی ده چی لا تر اوسه هم د افغانانو د ملا د تیر په ماتولو بوخت دی .
۱ ـ د افغان او انګلیس لومړی جګړه ( ۱۸۳۹ ـ ۱۸۴۲ ) د جنګ سیمی بی بی مهرو ،شیر پور( وزیراکبرخان مینه) او د پل محمود خان شاوخوا سیمی په کابل کی پر افغانانو حمله وشوه چی افغانانو د خپلی دفاع په بدل کی له ۱۶۵۰۰ تنو څخه زیات انګریزان په کابل او ننګرهار ته دپه شا کیدو په لارکې ووژل او داچی څومره افغانان د انګلیس په هغه یرغل اودجګړو په بهیر کې کی وژل شوی حساب یی معلوم ندی .
۲ ـ د افغان او انګلیس دوهمه جګړه ( ۱۸۷۹ ) بیا هم دننه په افغانستان کی د جنګ سیمی خیبر ، میوند او کابل چی په زرګونو انګریزان او بی شمیره افغانان پکی وژل شوی دی.
۳ ـ د افغان او انګلیس دریمه جګړه ( ۱۹۱۹) بیاهم په افغانانو تعرض بی شمیره افغانان پکی وژل شوی ـ د جنګ سیمی قندهار ، مشرقی او پکتیا چی په نتیجه کی یی د کابل په عید ګاه جومات کی د افغانستان استقلال اعلان کیږی خو ډیر ژر شاه امان الله د انګلیس او ملا په دسیسه کی له مینځه ځی .
۴ ـ دا ځل د انګلیس بله دسیسه ( ۱۸۹۳ ) د دیورند کرښه یا د افغانستان د خاوری اشغال .
۵ ـ د انګلیس بله دسیسه ( ۱۹۴۷ ) په یوه څپیړه دوه مخونه وهل د هند او افغانستان په مقابل کی د پاکستان جوړول ، په پاکستان کی د مذهبی مدرسو رواجول او د اسلامی بنسټ پالو روزنه او د پاکستانی استخباراتی اسلام سیمه ییز سیاسی استخباراتی فعالیت پیل کیدل .
۶ ـ ( ۱۹۷۴ ) په افغانستان کی د سردار محمد داوود د جمهوری نظام تاسیس د افغانانو لپاره یو تحول خو د هغه په وړاندی په پاکستان کی د ښاغلی ربانی ،حکمتیار او احمدشاه مسعود راڅر ګندول ، وسله وال بغاوتنه اوله دې لارې بیاهم په افغانستان یرغل: په پنجشیر ، بدخشان ، لغمان ،ارګون او سرخ رود کی .وسله وال بغاوتونه
۷ ـ ( ۱۹۷۹ ) د ثور انقلاب بیا هم د افغانستان د خلکو کورنی قیام د پرمختګ او بدلون په لور د لمر یو بل څرک خو د انګلیسی او (سی آی ای ) لخوا لاندنی اقدامات :
( الف ) تبلیغاتی جګړه یعنی د بی بی سی جوړښت
( ب ) په پاکستان کی د مجاهدینو د ۷ اوپه ایران کې د ۸ تنظیمونو پوځی جوړښت
( ج ) د سی آی ای په دستور د ۳۰۰۰ خرونو پیرودل چی په جهادی غرنیو عملیاتو کی ترانسپورتی ونډه واخلی
( د ) د صعودی عرب د مالی مرستو تعهد او داسی نور پوځی مستقیم او غیر مستقیم پلانونه .
۸ ـ ( ۱۹۸۰ ) د شوروی اتحاد را ښکیلول او د ښکاره جګړی پیل چی دا ځل یی وینه او ټټر د افغانانو او ټوپک یی د انګلیس او امریکا لخوابرابریدل وو چی پدی توګه د ملیونو افغانانانو یو پر بل د وژلو د دسیسه عملاً پیل شوه .
۹ ـ ( ۱۹۹۲ ) د افغانستان په اصطلاح اسلامی انقلاب چی لومړی هدف په نړیواله سطحه پر سوسیالیزم باندی د کپیټالیزم بری او د جهاد دلمنی راټولول او د تاجک او پښتون د لوبی پیل چی په دغه افغانان وژنه کی بیاهم له افغانانو د کساد اخیستل هدف وو چی په ترڅ کی افغانان خوار او وځپل شول ،په پای کې یی په تاجک شورای نظار باندی پښتون طالب را نازل کړ.
۱۰ ـ ( ۲۰۰۱ ) د افغانستان اشغال او د تروریزم د شعار اختراع چی په سرکی یی افغانستان هدف دی ، انګلیس داسی فکر کوی چی دغه لوبه یی ګټلی خو دریغه دا چی د افغان د ملا د تیر د ماتولو هغه خوب چی انګلیس ورته د پای ټکی ایښودلی وو لا تر اوسه هم دوام لری .
انګلیس چی همدا اوس یی په افغانستان کی امریکا او نور څوڅلویښت هیوادونه رامخته کړی دی د دریو پیړیو په ترڅ کی ددغه ښکلی هیواد په ړنګولو ، بدنامولو ، اشغال او ځپلوبوخت دی چی په حقیقت کی دننه د ملت جوړونی مجال ترینه اخیستی او له بهر څخه یی هم په سیمه او نړی کی د ټولو په سترګو اغزی معرفی کړی دی.
اوس نو بیرته د چرچل خبری ته راځو چی دغه په سلوکی ۷۰ عامه افغانان او په سلوکی ۳۰ ـ افغان فرهنګیان ، سیاست وال ، مورخین ، ژورنالیستان ، دولتی عالی رتبه مامورین ، شاعران ، او لیکوالان , آګاه او نا آګاه انترنت پاڼی او داسی نور له خپله تندی څخه څرنګه د چرچـــــل د تیوری تور داغ پاکوی …
پای .