کور / تازه خبرونه / د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون پرانسته وسوه

د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون پرانسته وسوه

ولسمشر کرزي په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون پرانيستنه وکړه
د افغانستان ولسمشر جلالتماب حامد کرزي له ورسره پلاوي سره کندهار ته د يوه ځانګړي سفر پر مهال د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون پرانيستنه وکړه.
په ياده غونډه کي د افغانستان ولسمشر جلالتماب حامد کرزي تر څنګ، د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد، د لوړو زدکړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد، د افغانستان د عامي روغتيا وزيري مېرمن ډاکټر ثريا دليل، په فرهنګي چارو کي د ولسمشر سلاکار زلمي هيوادمل، د افغانستان د کرهڼي وزير، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرر احمد مقبل، د ولسمشر سلاکار ډاکټر سپنتا، په هند کي د افغانستان لوی سفر، په افغانستان کي د هند لوی سفير، او د هندوستان د زراعتي ټکنالوژۍ موسس پروفيسر ډاکټر سواميناتن،د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، د ولايتي شورا رئيس، ولسوالانو، تر زرو زياتو سپين ږيرو او قومي مشرانو ګډون درلود.
ياده غونډه چي د سترو مراسمو په ترڅ کي پيل سوه، د غونډي په لومړي سر کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د افغانستان ولسمشر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د ياد پوهنتون په اړه د معلوماتو ورکولو په توګه وويل، د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د دوست هندوستان هيواد په حمايه او د کاناډا هيواد په مالي مرسته د کندهار په ترنک فارم کي د څلور نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د دوو کلونو په اوږدو کي په لومړي ځل په افغانستان کي جوړ سو.
ياد پوهنتون د ٣٠٠ ښځينه او نارينه زده کوونکو لپاره ليله، دوه د ډوډۍ خوړولو ځانګړي ځايونه، يو تخنيکي ورکشاپ، يو اداري تعمير، د ټريننګ لپاره درسي خونه، ٣٠ درسي اطاقونه او مسجد په درلودلو د ١٢٠٠ زده کوونکو ظرفيت لري.
کندهار والي زياتوي چي ياد پوهنتون د افغانستان په کچه د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ لومړنی ملي پوهنتون دی چي د ماسټرۍ او دکتورا تر کچي پوري پروګرامونه مخته وړي او هڅه به وسي چي د ياد پوهنتون د پرمختګ او پياوړتيا لپاره ټولې لاري چاري په کار واچول سي.
د افغانستان ولسمشر جلالتماب حامد کرزي يادې غونډي ته د خبرو په ترڅ کي د دې پوهنتون پرانيستل د علم او پوهي په ډګر کي يو ستر او خورا مهم ګام وباله او يادونه يې وکړه چي په دې پوهنتون کي به د ټول افغانستان په کچه د ماسټرۍ تر کچي پوري رسېدلي کسان زدکړي وکړي.
ولسمشر زياته کړه چي د افغانستان په کچه د کرهڼي پوهنتون لپاره زياته اړتيا ليدل کېده او له هندي چارواکو سره يې درې کلونه وړاندي د دې پوهنتون د جوړېدو په اړه خبري کړي وې خو د وزيرانو شورا تر تاييد وروسته يې دغه مرکز په کندهار کي جوړ کړ.
ولسمشر د هندوستان له لوري د ياد پوهنتون حمايه کېدل له افغانستان سره د هند د ټينګو اړيکو د دوام په معنا ياد کړ او يادونه يې وکړه چي د افغانستان او هندوستان تر منځ به دوستانه اړيکي نوري هم ټينګي او پخې سي.
د ولسمشر په خبره هندوستان د افغانستان د پوهي په لوړولو کي هغه رول لوبولى چي په هيڅ ډول ترې سترګي نه سي پټېدای.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد غونډي ته په خپله تاريخي وينا کي د ياد پوهنتون جوړېدل د افغانستان لپاره ډېر اړين وباله او يادونه يې وکړه چي افغانستان يو زراعتي هيواد دی او د زراعت په برخه کي ياد پوهنتون به يې زراعت ته وده او پرمختګ ورکړي.
نوموړي د هند او افغانستان تر منځ دوستي ډېره زړه او تاريخي وبلله او کندهار يې د افغانستان د امپراتورانو، شاهانو او اديبانو د زانګو په نوم ونوماوه او يادونه يې وکړه چي کندهار د مغل او شاه جهان د زوکړي ځای دی چي په خبره يې له همدې کبله د هند او افغانستان تر منځ دوستي پېړيو ته رسېږي.
ښاغلي خورشيد له افغانستان او په ځانګړي ډول له کندهار سره د ياد پوهنتون د حمايې تر څنګ د هر اړخيزو مرستو ژمنه هم وکړه.
د افغانستان د لوړو زدکړو وزير عبيدالله عبيد له هغو ټولو کسانو څخه چي ددې پوهنتون د جوړېدو په برخه کي يې هلي ځلي تر سره کړي ستاينه او مننه وکړه.