کور / راپور / د سوله مل شینواري د لنډو کېسو په اړه ادبي ناسته

د سوله مل شینواري د لنډو کېسو په اړه ادبي ناسته

د روان کال د فبرورۍ د میاشتې پر ۱۲مه نېټه دمرکزي لندن په (لیټن هاوس میوزیم )کې د فیروزکوه په نامه یوه انګریزـایرلند بنسټ لخواه د افغان کیسه لیکونکي سوله مل شینواري د دوه لنډو کیسو (څیرې او اندیښنې ، د تصویرونو بازار) په هکله یوه ادبي ناسته ترسره شوه. په یاده غونډه کې دلنډې کیسې ګڼ افغان او بهرنیو مینه والو ګډون وکړ.
د غونډې په پیل کې د یادبنسټ مشرې د غونډې برخوالو ته ښه راغلاست ووایه.
ورپسې امریکایي ټولنپوه او لیکوال جېمز کارن چې دا لنډې کیسې ېې تازه له پښتو انګریزۍ ته اړولې وی د سوله مل لنډه پېژندګلوي وکړه او د لیکوال هغه دوه کیسې یې یادې کړې چې په لپاره یې د دې غونډې تابیا شوې وه. ده د دغو لنډو کیسو په هکله لنډې خبرې وکړې او بیا یی د بی بی سی تکړه ویاند ، ښه شاعر او ژباړن شجا ع ځا ځی تهدهغه د لنډې پیژندنې وروسته وار ورکړچې دا کیسې په انګریزی ژبه ولولی .
د ښاغلي شجا ع ځا ځی له لوست او اورونې وروسته د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پیل شوه او د غونډې برخوالو پکې پوره او رغنده ونډه واخیسته. ناستو مېلمنو نه یوازې له سوله مل څخه د هغه د کیسو په هکله پوښتنې وکړې، بلکه د دواړو کیسو په هکله یې خپل نظرونه هم څرګند کړل. دکیسو پنځونکی سوله مل هم په خپل وار د مېلمنو پوښتنې ځواب کړې او دې خوندور بحث تردوو ساعت دوام وکړ.

———————————————

عبدالوکیل سوله مل
دعکسونو بازار
هغه ورځ مې دنن په څیر یاده ده : په اوم کا ل کې مې نوې پښه ایښې وه، یوه ورځ کله چې ډوډۍ خلا صه او دسترخوان ټول شو پلار مې په کراره مور ته کړل :
ـ دې هلک ته پا کې جا مې ور واغونده .
مور مې د پاکو جا مو په آوریدو حیران پلار ته وکتل او په خوشحالۍ یی وپو ښت :
ـ کومې ښادۍ ته ځئ که څنګه؟
ـ نه هلک عکا س ته ورولم چې عکس یی وکاږی .
مور مې پلار ته ځیر او ځا ی په ځای ودریده .
ـ عکس ! د څه له پاره ؟
سبا تذکره ورته اخلم او بل سبا یی مکتب کې اچوم .
مور مې په بيړه راته وکتل، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:
ـ ښه شکر دی چې دی راته دمکتب شو .
زه په دغه ورځ له خوشحالۍ نه په جا مو کې نه ځا یدم . ما ددې تر مخه په خپلو با نک نوټونو کې د خپل پا چا له عکس پرته د بل چا عکس چیرې نه و لیدلی . له دې کبله د خپل عکس ویستلو ته دومره غره وم لکه زه چې دی هم د هیواد د پا چا زوی اوسم . هغه ورځ مې هیڅ نه هیریږی ددې لپاره چې عکس مې نیمګړی او بدرنګ رانشی عکاس څو مره سپارښتنې وی چې و يې نه کړې :
ـ سترګې پورته ونیسه !
ـ سده وګوره !
ـ سترګې ونښوروې !
لږه شیبه وروسته یی د عکاسۍ په صندوق پورې ځوړند لستوڼي ته لاس ورننویست او په بیړه ېې څلور عکسونه ترې راوویستل . ما چې لومړي ځل خپل عکس ولید د خوښۍ ګرمي مې په وجود کې غزونې وکړې .پلار مې له دغو څلورو عکسونو دوه عکسونه دتذکرې له پاره بیل او دوه پا تې ېې ما ته راکړل . ما هغه لکه یو تعویذ له ځانه سره وسا تل . سبا چې جوما ت ته د سپارې د لوست لپاره لاړم نو مې د جوما ت نورو ما شومانو ته هم خپل عکس په غرور وروښود ، زما د جومات ملګرو هر یو زما په څیر د عکس لیدلو ته ګوته په غا ښ شول خو زموږ د جوما ت د ملا ټنډه تروه شوه :
ـ جو ما ت ته نور دا رانه وړې !
زه ربغړی خو بې ځوابه پا تې نشوم.

عکس ګنا ه ده؟!
د ملا صيب ټنډه يودم وغوړېده:
ـ هو بچو هر عکس روح غواړی او روح یوازی ژوندی شیا ن لری.
ـ خو زما پلار وایی چې څوک تذکره اخلی او مکتب ته ځې عکس ورته ضرور دئ.
ـ هو نن سبا بې عکسه هیڅ سند نه جوړیږی خو ګنا ه ګنا ه ده .
له ځانه سره غلی شان ګډ شو :
ددې ګنا ه له کبله خو مې زوی ته نه تذکره واخیسته او نه یی په مکتب کې ستا په شان اچوم .
بیا یی نورو هلکانو ته مخ ورواړوه :
ـ قبر د هر سړی خپل دی خو چې تا سو دلته جوما ت ته کله عکس را نه وړئ .
ما ته ېې مخ راواړوه او د یو عسکر په څیر یی امر را باندې وکړ .
ـ ځه ته اوس لاړ شه عکس دې کور کې خوندی کړه .
ما ته ېې لاندې با ندې را وکتل او ویی ویل:
د خدای کور ته به يواځې له سيپارې سره راځې!
زه د جوما ت د ملا په آمر ژر له ځا یه را پا څیدم او په کور کې مې پلار ته ټوله کیسه تیره کړه .پلار مې دستي له خندا شین شو:
ـ خدای دی دوی ته انصا ف ورکړی ،څومره ساده ګا ن دی له دین پرته له نورې دنیا په هیڅ نه دی خبر.
زه که څه هم کوچنی وم خو دپلار له خبرې پوه شوم چې عکس ګنا ه نه ده او هرومرو ضروری شی دی او که داسې نه ده نو بیا ولی زموږ د پا چا عکسونه زموږ په با نګ نو ټونو کې دې
د ښوونځي په لومړی ،دوهم او دریم ټولګیو کې هم زما د درسی کتا بونو په ډیرو پا ڼو کې بلا ډیر تصویرونه وو خوهغه ګرد د طبیعت اویا هم د ځناورو وو او که به د انسان کوم تصویرهم په کومه پا ڼه کې را غلی وو هغه به هم واقعی وجود نه درلود تش په لاس کښل شوی انځور به و. له څلورم ټولګی وروسته زموږ په درسی مضا مینو کې په لیک لوست او حساب برسیره نور مضا مین هم ورزیا ت شول . ددوی په منځ کې تاریخ چې نه یوازې پخوانۍ خوږې او ترخې کیسې ېې روایتولې بلکې پخپلو پا ڼو کې یې د ګڼو پا چا هانو او ملی اتلانو ګڼ عکسونه او انځورونه هم را نغاړل .
کله چې شپږم ټولګي ته لاړم له کلی ښار ته را کډه شوو .په ښار کې چې ډیرو کورونو ته لاړم خورا ډیرو کسانو نه یوازې زما په څیر کوچنی عکسونه له ځا نه سره سا تل ،ډیرو یی په په لویو او وړو چوکا تونو کې خپل او د خپلو نږدې کسانو لکه پلار ، ورور … عکسونه هم د خپلو کورونو په خونو کې را ځوړندکړی وو. زه چې څومره رالویدم او کلونه او ښتل په رنګار رنګ ځا یونو او وختونو کې د رنګارنګ کسا نو د عکسونو او دهغوی له اهمیت سره بلدیدم لکه : په جشنونو کې د ملی مشرانو او اتلانو عکسونه
په ورځپاڼو او مجلو کې د لویو لیکوالو ،سندرغاړو ،سپورتمینانو…………عکسونه .
چې څومره عمر ټو پونه وهل زه نور هم د عکسونو اهمیت او ارزښت ته ځیریدم او نه یوازی مې په کورنو کې د اشنا کسانو او نورو ځا یونو کې د پا چها نو ،اتلانو او وتلو څیرو عکسونو ته پام را اوښت بلکې په دې مې هم تل سوچ کاوه چې خلک څنګه پخپلو کورنو او دوکانونوکې په خپلو عکسونو برسیره اوس د نورو ملکونو د مذهبی او سیا سی لیډرانو عکسونه هم را ځوړندوی .
د نورو ملکونو د وتلو مشرانو او وتلو څیرودعکسونو شو قیانو نه یوازې ددوی عکسونه په خپلو کورنو او دوکا نونو کې را ځوړندول بلکې ددوی د مفکورو د لوستلو او خپرولو شوق یی هم کاوه او د ښوونځي او پوو هنځی له کتا بونو نه به یی ددوی کتا بونه ډیر لوستل . ځنې و ختونه خو به په دې عکسونو او کتا بونو ددوی تر منځ لوې شخړی هم را غلې چې ګڼ سرونه به ما ت او ډیر ګریوانونه به څیرې شول . داسې یو وخت هم را غئ چې په دغو عکسونو د شخړو او دعو و سر به قضا او محکمو ته هم لاړ او ځنې به دځنو عکسونو په تور او ګنا ه د زندان تورو کوټو ته هم وردننه شول. خو یو وخت داسې هم راغئ چې دغو ډیرو کورنیو او بهرنیو خپلو او پردیو عکسونو د هر چا زړه وواهه او ګرد خلک له یوه سره د عکسونو له ویستلو او راځوړندولو زړه توری او دعکسونو شوق د ورځې له موده بیخی ولوید او چې هر کور ته به لاړې زموږ د ملا په څیر به دی له هر چا واوریدل :
عکسونه ګنا ه لري او په کوم ځای کې چې عکسونه وی هلته لمونځ ناروا دئ .
دې مفکورې زموږ په عکا سا نو هم خپل اغیز وکړ او ټولو د یوې مخې دا کسب پریښود او دوکا نونه یی کلونه کلونه وتړل.خو هما غسې چې ډیر شوقونه او کسبونه کله هیریږي ، له پا مه غورځول کیږي او بندیز پرې لګیږي داسې وختونه او دورانونه بیا هم راشي چې تیر شو قونه او کسبونه بیا د خلکو پا م ځا نته راواړوي او د مینې ،نما نځنې او درناوی وړ ېې وګرځي .
دادئ له کلونو کلونو وروسته اوس بیا د عکسونو دوران را غلی او ټولولویو او وړود خپلو او نورو د عکسونو د ویستلو ،راځوړندولو او نما نځلو شوق خپل کړی دئ . اوس نه یوازې په هرکور ،کلی او ښار کې په زرګونو لوی او واړه عکسونه پورته او ښکته کیږی بلکې د لویو او وړو لاریو په ښیښو هم هره ورځ ګڼ عکسونه بدلیږی را بدلیږی اوددغو موټرو د سپرلیو ډیرښت او کمښت هم له دغو عکسونو سره نیغ تړلی دی .زه چې اوس مې د عمر لویه برخه خوړلې او په سر او ږیره کې مې تور ویښتان نه تر سترګو کیږی هم وخت نا وخت پخپل موټر د ګڼو کسا نو لوی او واړه عکسونه نښلوم را نښلوم او ددغو عکسونو له برکته مې مزدوری له پخوا ډیره ښه شوې ده .
موږ ګردډرایوران د عکسونو په انتخاب کې په خپل زړه پسې نه یو روان زموږ انتخاب زموږ د سپرلیو پورې تړلی دئ . چې کله د ښار جنوب ته سپرلۍ وړم راوړم د موټر په شاته او مخکې ښیښه د هغه چا عکس نښلوم چې لوی پکول یی کوږ په سر ایښی او چې کله مې مخه جنوب ته شي د هغه عکس مې په ښیښو مښتی پریږدم چې توره لونګۍ یی په سراو اوږده ږیره یی تر نا مه رارسیږی او کله مې چې مزدوری په مرکز کې شی د هغه عکس د موټر له جا بې را باسم چې ږیره یی خرییلی او نیکټا یی یی تړلی ده . دا ولې ؟ دا ځکه چې دلته هر کوڅه ،سیمه او محل خپل ،خپل اتلان او پلویا ن لری او موږ ډریوران با ید د هرې سیمې د اوسیدونکود خوښۍ عکس په مو ټر ومښلو او که داسې ونکړو ګرانه ده چې ټکسی ته دې پوره سپرلۍ وموموځکه هغوي چې پیسې اوپه ټکسی کې د سفر وس او شوق لری ګردد داسې مشرانواو اتلانود عکسونو شوقیان او پلویان دی او هغوی چې د چا دعکس شوق په سر کې نه لري ګرد زما په څیر غریب او بیچاره دی او ګرد عمر یی پخپلو پښو په مزل تیریږي . اوس زموږ د کار وبار برخلیک په دغو عکسونو پورې تړلی دئ او دا عکسونه دی چې زموږ د ژوند په ټولو برخو یی سیوری پروت دئ .
څو ورځې وړاندې مې د ټکسي لوری بدل او د مرکز په ځای مې ولایتونو ته مخه کړه خو په ولایتونو کې د وړ او حسابی اتل غوراوی ټکنی کړم ،له دې امله مې یو بل فکر په سر کې راوټوکید :
راځه دا ځل د خپل پلار عکس د موټر په ښیښو را وځړوه وګوره چې څه کیږی !
له دې فکره وروسته مې سمدستي د پلار عکس لوی او د موټر په شا تنۍ برخه را وځړاوه .
دا دئ دا څو ورځې دی چې سپرلۍ وړم را وړم . هر کس دمخه تر دې چې په ما او زما په موټر سترګې ومښلوی لومړی په موټر سلیښ عکس له نظره تیر وی او بیا له ما سره بیه فیصله کوی . تیره ورځ نا ببره یو کس چې مونډۍ ږیره ،پکول په سر خو دریشی یی په غاړه او نیکټا يي ېې وهلې وه لاس راکړ.ما هم دستي موټر ودراوه .
ـ وروه کولی شی دربس مې بوځئ ؟
ما له خوشحالئ ټوپ وهل:
ـولې نه
هغه پرته له دې چې د کرایی پو ښتنه وکړی او بیه معلومه کړی موټر ته دستی را وخوت. چې څو مې بیې ته ځا ن جوړاوه ده وار دمخه کړ په خندا یی وویل:
ـ د پیسو غم مه کوه څه چې دې نرخ وی زیا تې درکوم او کمې نه .
له دی وروسته سمدلاسه زما دپلار عکس ته ښه په غور ځیر شو او چې ښه په غور یی له نظره تیر کړ ما ته یی مخ راواړاوه :
ـ دا دچا عکس دئ ؟
که ده دا خبره په موسکا نه وای کړی ښا یی بیریدلی وای ځکه کله کله د ځنو اتلانو د عکسونو د راځوړندولو پلو یا ن د نورو عکسونه بد ګڼي او د څیرلو ګواښ یی کوي دده موسکا خورا زړ ور کړم دستي مې ځواب ورکړ.
ـ دا زما پلار دئ
ـ ستا پلار !
ـبلې زما پلار
ـ څومره نورانی سړی دئ !
ما هم پرته له هر ډول فکر او سوچه په غرور ورغبرګه کړه .
زما پلار عادي انسا ن نه دئ !
هغه په دې خبره لکه جټکه چې وخوري په چوکۍ کې رانیغ شو :
ـ هغه څه کاره دئ ؟
ـ هغه اوس په کور او سپین ږیری دئ خو پخپل وخت کې لوی او مشهور سړی وو.
زه پوهیدم چې دروغ وایم خو راسره نا ست کس ته مې په خپلو حرکا تو دا احساس نه ورکاوه چې زه دې تشې با ټې ولم . په زړورتیا مې د پلار تعریف او تمجید کاوه . زه اوس په درواغو نه شرمیدم ځکه درواغ او تیر ایستنه اوس یو موداو د چوکۍ او پیسو د پیدا کولوښه وسیله ګرځیدلی واو کله چې ددرواغو زما نه وی د ریښتیا سکه نا چله وي . له ما سره نا سته سپرلۍ ما ته ځیر او غوږ غوږ وو ،له خوشحالۍ وغوړید:
ـ په خپل وخت کې چې لوی سړی واوس به هم د خلکو منځ کې د ښه مقام څښتن وی.
زه نور هم په غورو را غلم :
ـ پلار مې ستر جنرال تیر شوی او وروسته له تقا عده قومي مشر وو .
دی زما د پلار په داسې ستا ینو نور هم وغوړید:
دا دویاړ خبره ده چې دداسې یو چا زوی یا ست ، او زه خوشحاله یم چی له تا سو سره د پیژندنې ویاړ لرم.
ما چې په با ټو راغلی وم په غرور ورغبرګه کړه:
ـ مننه مهربا نه یا ست.
ـ کولی شم دده د لیدلو ویاړ را په برخه کړئ ؟زه خو په دغو اتلانو پسې سرګردان ګرځم .
دده دا شان تما یل او غوښتنې په فکر کې واچولم خو پرته له دې چې دده دنده اوزما له پلار سره له پیژندنې ېې موخه معلومه کړم سمدستي مې د منښتې سر وخوځاوه:
ـ ولې نه
ته به زما دې غوښتنې حیران کړی یی خو موږ داسې مشرانو ته اړیو ،
بيا ېې خبره وغزوله :
ـ مشران دډیر درناوی وړ دی. خدای دی ددوی سیوری زموږ له سره نه کموی.
د هغه په پلوۍ مې وویل :
ـ خا مخا مشران خو زموږ دهیواد ستنې دي .
په چوکۍ کې را نیغ شو اخوا دیخوا یی وکتل او ځا ن ېې داسې را وپیژاند:
ـ زه دیوه نوی جوړیدونکی ګوند د تشکیلاتو مسوول یم .یوه اونۍ وروسته مو دګوند د بنسټ کنګره ده . د ګوند له پاره د غړو په پیدا پسې هر چیرې ځو را ځو.
ما په خندا په خبرو کې ورټوپ کړ:
ـزما پلار خو سپین ږیری دی.
ـزموږ همداسې سپین ږیری په کار دی ، موږ غواړو هغه زموږ د ګوند د مشرانو د جرګې غړی وی .
د ځان د پوره پوهولو لپاره مې د هغه خبره تکرار کړه :
غواړئ دمرکزی کمیټې غړی یی کړئ ؟
ـ بلې، کیدای شي ان د ګوند افتخاری مشر شي .
اوس چې زه په پوره با ټو راغلی وم او دپلار په ستا ینو نه مړیدم ګرده لار مې بحث تود وسا ته او له پلار مې بې مثا له اتل جوړ کړ . له اوږده مزله وروسته مې سپرلۍ رخصت او ددوی سره مې دپلار دلیدو نیټه هم وټا کله.
کله چې کور ته را غلم پرته له دې چې پلار ته ریښتنی کیسه تیره کړم په راسبا مې پلار ښار ته راوست او خورا فیشنی دریشی ، نیکټا یی او بوټان مې ورته را ونیول . پلار مې دې نه اټکلیدونکی لورینې او اخیستنې حیران دریا ن کړ ،غلی شان یی وپو ښتلم :
ـ خیریت خو به وی چیرته خارج ته مې بیا یی که څه ؟
ما ته خندا راغله :
ـله خارجه دې هم ښه ځای ته بیا یم
هغه هک پک شو:
ـ چیرې؟
ـ څو ورځې وروسته یو نوی ګوند جوړیږی .
هغه له حیرانتیا پورته ټوپ کړ:
ـ ګوند!
ـ هو ګوند
ـ زه کله پخوا په ګوند کې وم ، په دې سپینه ږیره مې ولې د ګنا ه پیټې غاړې ته راا چوې .
ما دهغه په تیرایستلو او لاسینې شروع وکړه:
ـ بس پلاره یوه ورځ ده تیره به شي . هلته خبرې مه کوه یواځې په سمبولیک ډول د نورو مشرانو تر څنګ په ټا کلی ځای کښینه ، ما ستا ډیر صفتونه کړی ،ته مې دوخت لوی جنرال او قومي مشر معرفی کړی یی .
پلار مې زما ا حمقا نه خبرو ته ګوته په غا ښ شو :
ـدا څه ګډې وډې وایی!؟
ـ ګډې وډې نه وایم بل سبا به درپسې د موټرو لویه لیکه راشی او نیغ به دې هما غه ځای ته یوسي.
پلار مې چې زما لیونیو حرکا تو او خبرو ته سوچ وړی و نه پو هیده ما څنګه ځواب کړی ژر یی زړه تنګ او ځواب راکړ:
مه په ځا ن پورې خلک خندوه او مه په ما پورې .
دا ځل مې بې واکه له خولې ووتل :
ـپلاره پوهیږم په دې دوی هم پو هیږی خو نن د تیر ایستلو زما نه ده او بری د هغو په برخه دی چې د تیر ایستلو په چاره کې څومره ما هر دی.
خو پلار مې چې د نن زما نې سره له ما لا ښه بلد وپه کراره ځواب را کړ:
ـ خو د یو بل د غولولو په زمانه کې غولونکی نه یوازې خپل ظا هر بدلوی بلکې هغه با ید خپل با طن هم بدل کړی.
زه چې پوه شوم د پلار په وړاندې د یوې اخلا قی ننګونې په در شل کې یم د پلار د قا نع کیدو لپاره مې په خندا پلار ته وویل:
ـ پلاره دا هسې یوه ټوکه او سا عتیری ده .زه هیڅکله نه غواړم چې ستا سو ضمیر ته وړه صدمه هم ور سیږي.
پلار مې چې نور زما بې ځا یه ټینګار ستړی او دوه پوزو ته را وستی وو بلاخره زما غوښتنې ته غاړه کیښوده :
ـ چې نه مې پریږدې سمه ده ، خو دادی با ید وروستۍ ټوکه وي زه به مې نن ظا هر ستا لپاره بدل کړم خو دا واوره چې زه مې خپل با طن د پا چا د تخت لپاره هم نه بدلوم .
زه نه پو هیږم څنګه دده وروستۍ جملې د خپل اغیز لاندې را وستلم .دداسې پلار غرور او تقوا په سترګو کې او ښکې را جاری کړې ،بې واکه مې په غیږ کې ونیو او پښو ته ېې ولویدم او لاسونه مې په څو وارې ور مچ کړل.

څو ورڅې وروسته هغه غوښتنه په حقیفت وا وښتله ما ته تیلیفون را غئ چې د نوی جوړیدونکی ګوند مشران د څو موټرو په بدرګه زموږ کور ته راروان دي .زه له خوشحالۍ وغوړیدم او دستی له کوره دبا ندې لاس په نا مه ودریدم چې د میلمنو هرکلی وکړم او پلار مې د کور په لویه خونه کې دریشي کړی آرام پریښود .
له لږې شیبې وروسته د موټرو لویه لیکه زموږ د کور مخې ته ودریده او ګڼ کسان ترې را کیوتل چې زماد پلار لیدل یی په نصیب او له ځا نه سره یی نیغ ګوندي ګنګرې ته بوزي خو ددوی لومړی کس ته مې لا غاړه نه وه ورکړې چې له کوره دژړا او انګولا آوازونو ټوله کوڅه په سر واخیسته .نا ببره مې کوچنی وراره له کوره راووت او خبر یی راکړ چې د پلار مې زړه ودرید او سا ه یی ورکړه.
زه د خفګان د ستر بار لاندې په منډه کور ته ننوتم او د کورنۍ دنورو غړو په څیر مې د ویر چیغې سورې کړې او چې څنګه مې لږ زړه تش کړ دستی بیرته راووتم چې له را غلو میلمنو سره خپل غم شریک کړم خو چې څنګه را ووتم نه هغه میلمانه وول او نه هغه د موټرو لویه لیکه . یوازینی شی چې ټوله کوڅه یی په سر اخیستې وه هغه زما د پلار روغ او شلیدلی عکسونه وو چې د ګڼو کورنو مخې ته په ټوله کوڅه کې باد رپول .

لندن ـانګلیند
د ۲۰۱۳ میلادی کال د مارچ ۳۰
د شپې یولس بجې

———————————————

څېرې او اندېښنې

دا چې خداى ( ج) څنګه پرې دا هر څه لورولي وو ، دا اوږده کيسه ده ، خو صاحب چې اوس په کومو شنو او سروکې لوبېده ، هر سړى ورته ګوته په غاښ او هک پک حيران و . نه يې د پيسو شمېر کېده او نه هم د راز راز موټرو ، بنګلو او نورو حسابونو کتابونو … داسې ماڼۍ چې نن سبا دى په کې دیره و او پوره دوه اونۍ د مخه يې نوې رانيولې وه ، کله په خوب کې هم نه وه ليدلې او نه خو هم له ده سره کله داسې تصور ملګرى شوى و چې په داسې او دې ته ورته نورو نعمتونو به يې هم يوه ورځ سر شي.
هغه اوس خپل مخى نه ليد او نه يې هم څوک د سترګو کونج ته راتلل ، که پاچا نه و نو له پاچا کم هم نه و ، ځکه يوه لوى شاهنشاه نشو کولاى بې موجبه يو څوک بندي او يا ووژني ، خو د دغه ښاغلي له لاسه دا هر څه پوره وو ، چې کله به له کوم اشنا او دوست سره مخامخ شو ، نو په ټوکه کې به يې لا دا هم ورته وويل:
_ ووايه څوک دې نه خوښېږي ، چې د جنت مرغۍ يې کړم ، دا کومه د ټوکې خبره نه وه ، هغه داسې ډېر کسان ژوندي غيب کړي وو. کله به چې له ماڼۍ دباندې ووت نو په شپږ _ اوو موټرو کې بار د وسله والو کسانو ليکه به ورپسې جوړه وه . زموږ مشران وايي جې دومره ساتونکي يې په کوم پاچا پسې هم نه وو ليدلي .
په سينه يې د کارتوسو د يوه ملابند پر ځاى دوه ملابنده تړلي وو ، او خورا قيمتي تومانچه خو يې آن په خوب کې هم له ځانه نه لرې کوله ، خو له دې ټولو خبرو سره سره يې هم د ډار ژوراحساس ملګرى و ، او له بندګانو څه چې کله بې يې له خپل سيوري هم ویره کېدله . ان له خپلوانو دوستانو او ساتونکو .
خدايزده څه يې نن په زړه ووریدل چې پخواني يادونه يې تازه شول ، ناببره يې خپل يوه ساتونکي ته غږ کړ :
_ ته زما هغه د ځوانۍ او د خپل کلي د عکسونو البوم راوړه :
ساتونکی په بيړه د عکسونو په البوم پسې وخوځيد او د سترګو په رپ کې يې البوم د ده مخې ته کېښود . هغه د البوم هره پاڼه څو څو ځلې له سترګو تيره کړه ، د عکسونو په ليدو يې په درنګ شېبه کې خپل تېر ژوند ور ياد شو : څيرې کالي ، لوڅې پښې ، په دښتو کې د مالونو څرونه ، له غرونو نه د لرګيو راوړل ، ژرندو ته د غلو دانو وړل او نور … يو ، يو ورته په زړه شول ، البوم يې بشپړ او ښه په غور وکوت . بيا نا څاپه له ځايه پاڅېد . ترخوا ځوړند جاينماز يې مخې ته

وغوړاوه . دوه رکاته ( رکعته ) نفل لمونځ يې ادا کړ. سلام ېې وګرځاوه او په لوړ غږ خدای (ج) ته په ذاریو او دعاوو سر شو

_ خدايه : زه له تا ډېر راضي يم . بيا هغه بدې ورځې مه راښيه ! له نېستۍ مې په امان لره ، له کړاوونو مې وساته .
او چې څنګه له لمانځه راپاڅېد . بيا يې سمدستي ساتونکي ته غږ کړ :
_ ته اوس دا اوسنى البوم راوړه !
ساتونکي په منډه راورسید،لاس په نا مه ودرید :
_ صاحب ، کوم يو : ؟
ده ځواب ورکړ :
_ تر ټولو وروستى ، زما د ملاقاتونو البوم .
ساتونکى په بيړه لاړ او دسترګو په رپ کې ېې دده دخوښې ورستي البوم دده په وړاندې کیښود ، صاحب البوم پرانيست . لومړى او دويم تصوير يې چې په يوه کې د کوم هيواد له سفير او په بل کې له کوم وزير سره د ميز تر شا ناست و ، ښه په غور وکوت .
څو ځله يې دا دوه تصویرونه سترګو ته رالنډ کړل او کله به يې سر ورښکته کړ . خو نور تصويرونه يې هم د سترګو په رپ کې په منډه ، منډه له نظره تېر کړل . خو نا ببره ېې البوم په شړک پر مېز کېښود خو اشینونکو اندیښنو په مخه کړ.له خپلو عکسونو يې ژوره کرکه په زړه کې راوټوکېده په حيرانتيا يې وپوښتل :
_ دا زما عکسونه دي ؟
ساتونکي حيران او په وارخطايۍ يې ځواب ورکړ:
_ بلې قربان ، دا خو تاسې څوځلې ليدلي دي. په دې عکسونو کې خو تاسې له ډيرو معتبرو کسانو سره راغلي ياست .
هغه غوښتل نور څه هم ووايي ، خو دى ژر په خبره کې ورولوېد :
_ دا څنګه؟ ولې داسې ښکارم !
ساتونکي هم اندیښمن او وارخطاشو؟
_ ولې ؟ څه شى ؟:
صاحب دا ځل يوازې دی مخاطب نه کړ ، په ما ڼۍ کې د سا تونکو اوچو پړو ټول ټولی ېې را وبا له، او د واحد ځواب هيله يې وکړه :
_ زه نو سپين ږيرى شوى يم ؟
ټولوچې د صا حب اندییښنې دده په څیر اندیښمن او په فکر کې اچولی وو په ګډه ځواب ورکړ:
_ نه صاحب
بيا يې پوښتنه وکړه؟
_ ايا زه تل لاندې زمکې ته ګورم ؟
او دا ځل هم ځواب ورکړ شو :
_ نه :
په حيرانتياېې بيا وويل:
_ نو ولې ؟ زه په دغو عکسونو کې هر چېرې ګونځې تندى او پټې سترګې يم ، تل زمکې ته ګورم ؟
زوړ البوم ته ېې لاس کړ:
_ ولې په پخوانيو عکسونو کې داسې نه يم : وګورئ ، زه په کروندو کې ، زه په غرونو کې د لرګيو له ګيډي سره ، زه په دښته کې په رمې پسې …
البوم يې په بيړه يو ه ساتونکي ته ورتېر کړ:
_ وګوره : څنګه ښه برېښي ، نه مې تندى تريو دى او نه مې هم سترګې پټې …
البوم يې بېرته په زمکه کېښود او بيا يې ساتونکو ته مخ ور واړوه :
_ غاړه موبنده ، ووايئ ! زه څومره مهربانه يم ..ايا ما کله تندى تريو کړى ؟
يوه ساتونکي د تل په څیر په غوړه ما لۍ سره وویل:
_ ستا غوندې مهربان او خوشحاله سړى … توبه ،توبه … دا څه وايې
بيا يې نوى البوم راواخيست :
_ نو زما تندۍ ولې ګونځې راغلى ، ولې مې په هر عکس کې زمکې ته کتلي دي ؟
يو ساتونکي په تعجب وپوښتل :
_ ټول عکسونه دې همداسې دي؟
د ده پرځاى يوه ساتونکي ځواب ورکړ:
_ هو صاحب چې کله خداى په منصبونو اړولى هر چېرې په عکسونو کې همداسې برېښي ، نه پوهېږم ، دا به څه چل وي ؟
صاحب په دې خبره نور هم خوابدى او په ژورو اندېښنو کې ډوب شو ، خو د يوه ساتونکي دې خبرې يې اندېښنې بېرته والوزولې .
_ خبره په صاحب کې نه ده ، خبره اصلا په دې ماڼيو کې ده ، څه سيورى به لري کله چې صاحب عکس اخلي ، په هغه شېبه کې به په عکاس هرو مرو سيورى کيني ،
د صاحب زړه ته دا خبره ولوېده او څه لنډ شان ډاډ يې حاصل شو ، هغه غوښتل څه ووايي ، خو لا يې خبرې ته ځان نه و جوړ کړى چې د ماڼۍ زنګ ووهل شو ، په بيړه د دروازې څارونکى راورسېد او ويې ويل :
_ صاحب يو څوکسان راغلي ، غواړي تاسو وګوري :
صا حب چې د کینې او غضب په بټۍ کې وریتیده په غوسې وویل:
_ څوک دي ؟ څه غواړي ؟
څارونکى وويل:
_ وايي چې انځور ګران دى او ستاسې څيرې يې راوړي دي:
د دې پر ځاى چې ځواب ورکړي ، په بيړه يې په خونه کې د راځړېدلو شاهانو څېرې له نظره تېرې کړې او وروسته په لوړ غږپرته له دې چې د نورو موجودیت حس کړي له ځانه سره په خبرو شو :
_ نه پوهيږم ، د کوم پاچا تر څنګ يې راوځړوم … بيا په کوم چورت کې لاړ ، خو ژر يې بېرته راپام شو .
_ د دې خوني لپاره بايد تر ټولو ښه انځور غوره کړم ، نور به سره بيا ګورو .
هغه چې خبر ېې راوړی وو تیارسۍ ولاړوو څو د راغلو میلمنو په با ب دصا حب آمر واوري خو صا حب لکه هیڅ یی چې اوریدلی نه وی هیڅ ځواب تر ډیره ور نکړ، خو ژر ېې ورپا م شو:
_ اوه ته لا ولاړ يې … راپرېږده ېې :
څارونکى دستي روان او له څه شېبې وروسته يې انځورګران د صاحب په حضور مشرف کړل ، انځور ګرانو په داسې حال کې چې لاسونه يې ريږديدل ، په خپل وار يو ، يو انځور د صاحب ملاحضې ته وړاندې کړل ، خو صاحب لا لومړى تصوير پوره نه وليدلى چې زړه يې درزا او لاسو يې ریږدیدل پيل کړل او په درنګ شېبه کې له قهره سور راواوښت . د هر تصوير په ليدلو يې د مخ سرخي زياتېدله . د وروستي تصوير په ليدلو يې ناببره چيغه کړه :
_ دا په تاسو څه شوي ؟ زما څېره نو داسې ده ؟
تر ټولو مجرب انځورګر په تعجب وپوښتل ، ستاسې څيره ، ولې ؟ خو يې په څه کې ده ؟
او هغه بيا ببرشو :
_ خو ، خو… زما سترګې ولې پټې دي ؟ ايا زما سترګې پټې دي ؟ په پلوۍ يې ساتونکی له لرې رانارې کړې :
_ نه
خو انځورګر په ویریدلي غږ ورغبرګه کړه :
_ صاحب : که موږ تاسې په بل ډول وکاږو ، تاسې صاحب ته نه پاتې کيږئ :
تاسې همداسې څېره لرئ . تاسې ځانته ښه نه ياست ځير شوي . که نه خپل البومونه راواخلئ.
صاحب په دې خبره نور هم سور او شين شو .
_ زه ځانته ښه ځير يم ، له تاسې عکاسانواو انځورګرانو سره کومه بلا ملګرې ده .
بيا يې په زوره پريوه ساتونکي ورغږ کړ:
ـزما زاړه البومونه راوړئ ،هغه زما د کلی د وختونو.
ساتونکي البوم راوړ ، البوم يې ځنې واخيست او انځورګر ته يې وويل:
_ وګورئ : ټول وګورئ ! ايا زه په دغو عکسونو کې همداسې يم ؟ لکه تاسې چې مې اوس په دغو ښکلو ماڼيو او لباسونو کې وکاږئ ؟ ولې هغه عکاسان له اسمانه راکيوتي وو ، که څه ؟
البوم يې انځور ګر ته ور وړاندې کړ او ويې ويل:
_ انعام او ډیر لوى انعام ، که چېرې مو زه په ګونځې تندي او پټو سترګو کې راوښولم .
نه پوهيږم ، څه يې په زړه کې ورتير شول . په بيړه په خونه کې ولاړې هندارې ته ور وړاندې او په خپله ننداره شو . دا ځل هنداره هم د پخوا په څېر نه وه او نه هم د ده سترګې … د ده په فکر کې دا ځل په هنداره هم څه چل شوى و ، اوس هنداره هم د ده مطلوب تصوير ده ته نه ورښوده . هماغه د عکاسانو پټې سترګې او ګونځې تندى او چې کله لږ څه ښه ځانته ځير شو ، نو خپل غاښونه هم ورته خپل ونه برېښدل. چې څومره به خپل تصوير ته ځيريده ، ورو ورو به يې خپل اصل له لاسه ورکاوه . دې حالت سخت وویراوه … په درنګ شېبه کې تک سور واوښت او په خولو کې ليت پيت شو ، نږدې و چې له ډيرې اندېښنې په زمکه راپرېوځي ، خو ژر يې له هندارې ځان لرې کړ ، په هر قدم کې يې همغه تصوير سترګو ته ودرېده ، نږدې وچې په زوره کړيکه وکړي ، ناڅاپه ديوه انځورګر چې د صاحب د زاړه البوم تصويرونه يې له نظره تېرول ، دې خبرې را په خود کړ :
_ صاحبه : مه خفه کيږه : زه مو هرو مرو ښايسته څېره کاږم ، هلته به مو نه سترګې پټې او نه تندى ګونځې وي . خو يو شرط لرم .
بې اختياره وغوړېد او په تعجب يې پوښتنه وکړه :
_ ووايه : ژر دې شرط ووايه : په انعام کې ان د انسان په سر لاس کېږده.
انځور ګر په کرارشان وویل:
_ ماته انعام مه راکوئ : ماته د دې خپلواکي راکړئ چې ستاسو عکس له باغونو اوماڼيو بهر وکاږم .
د ده سر پر دې خبره ښه خلاص نه شو ، خو توضيح يې هم ونه غوښته ، له دې کبله يې په بيړه ځواب ورکړ:
_ بس چې څنګه ستا خوښه وي ، خو ما په تصوير کې له پټو سترګو او ګونځې تندي وساته :
دا يې وويل او پرته له دې چې دوى ته د مخه ښې لاس ور اوږد کړي د ملاستې خونې ته روان شو .

سخت اندېښمن و ، تابه ويل هر څه يې خوري ، چوکۍ ، قالينې ، د شاهانو تصويرونه او … له هر څه يې بدراغلي وو ان له خپلو ساتونکو ، په همدې خاطر يې امر کړى و ، چې ډېر مقتدر سړى به هم پرې بندوي . که هر څومره په کټ کې واوښت راواوښت زړه يې ارام ونه کړ ، د باندې باغ ته راووت ، فکر يې کاوه د مرغانو سحر ګر اوازونه ، د ډنډ د رنګينو ماهيانو ننداره ، د ګلانو رنګينې وږمې به يې لږ څه خيال وربدل کړي، خو هېڅ شي پرې اثر نه کاوه ، ټولې اندېښنې ورته د هغو انځورونو او هندارو وروسته پيدا شوې وې ، چې کله به يې بيګانى خوب راپه زړه کړ، نور به هم وویریده ، ځان به هسې يوه بلا ورته وبريښيده ، بېګاېې خوب ليدلى وو ، چې په دې ماڼۍ کې يو لوى بزم جوړوي ، د هېڅ شي کمى نه وي ، نه د حسينو نڅاګرو ، نه د ترخواوبو اونه هم د خوراک د خېل خېل ډولونو ، دى له داسې خلکو سره په خوراک څښاک او نندارې بوخت وي ، چې شاهان هم ورسره د ليدو فرصت کم پيدا کوي ، خو بزم لا نيمايي ته نه ورسيدلى چې يو ناڅاپه د دوى د ټولو اصل بدلون مومي ، له دوي څخه ځناور جوړېږي او يو په بل پسې په منډو سر کېږي ، دى د ماڼۍ بام ته پورته کېږي . يو ځل بسم الله کړي او ځان له ماڼۍ لاندې راوغورځوي ، خو د دې پر ځاى چې له ماڼۍ لاندې راولوېږي د مرغه په څېر خپل کلي ته ولوزي ، هلته په خپلو کروندو کې په کار لګيا شي . غرونو ته لاړ شي ، د ښتو ته لاړ شي، کروندي ته لاړ شي . په کروندو ، غرونو ، دښتو کې له کار او روزګار سره يو ځاى ورو ورو بېرته په بنيادم واوړي ، رنګ يې بيا وغوړېږي ، خورا خوشحاله شي . بسم الله تېره او شکر پر ځاى کړي او چې څنګه شکر ادا کړي ، له خوبه هم په منډه راکېني ، په وېښه څو ، څو ځلې ځانته لربر وګوري ، د خپل ځان په باب يې بيا خو اشينونکي اندېښنې پسې واخلي.
د ماڼۍ زنګ ووهل شي او په درنګ شېبه کې ده ته خبر راورسېږي ، چې انځورګر يې انځور راوړى دى ، دا خبر لکه د ګهيځ ملايم نسيم چې ګلان تازه کوي د ده رنګ هم داسې وغوړوي ، بيا د شاهانو يو،يو تصوير له نظره تېر کړي او د خپل انځور ځاى ځانته په نښه کړي ، په تلوسه انځورونو ته ځيروي چې ناببره يې د خونې ور پرانستل شي او يو ډنګر انځور ګر په ریږدیدلو لاسونو د ده پر مېز د ده انځور کېږدي ، خو دى خپلو فکرونو داسې اخيستى وي چې هېڅ شى ته يې پام نه را اوړي . نه د ور پرانستلو او نه هم د چا د راننوتلو ته ، ښه شېبه ، وروسته يې پام شي انځور ګر ته مخ را واړوي ، پرته له دې چې له هغه سره روغبړ ته لاس ور اوږد کړي ، له لرې پرې غږ کړي :
_ رادې ووړ ؟
خو د مخه تر دې چې د هغه ځواب واوري ، په انځور يې سترګې پرېوزي او په خپله يې له مېزه راپورته کړي ، لومړى د انځور د مخ کاسې ته ځير شي ، ښه ځير شي او څو ځلې يې په غور له نظره تېر کړي او پرته له دې چې انځور ګر ته مخ راوګرځوي له ځانه سره په زوره ، زوره ووايي :
_ افرين :: انځور ګر بايد همداسې وي .
د مخ د کاسې په ليدو لکه د يوې عظيمې خوښۍ زېرى چې پرې شوى وي ، داسې وغوړېږي خو کله چې يې خپلو شليدلو پيوندي جامو او په خپلو کرونده کې په لوڅو پښو کار ته پام شي . ناببره ترې د خوښۍ ټول احساس د سترګو په رپ کې په منډو شي . له څېرې يې بېرته سرخي والوزي . ژیړ واوړي او چې څو مره دغو شيانو ته ځير يږي پر رنګ يې زیړوالى غلبه مومي ، غوسه يې راپارېږي ، او په وجود کې يې ژوره کرکه او خواشيني ځاى نيسي . له ډېرې غوسې ناببره انځور وړاندې وغورځوي ، انځور مات او ټوټې ، ټوټې شي بيا په زوره له انځور ګره په پوښتنو سر شي:
_ ته نه پوهېږې چې زه څوک يم … انځور مې د چا تر څنګ راځوړند یږي ؟
انځور ګر په داسې حال کې چې د صاحب قهر او غضب ترې د وينا ټول توان اخيستى وو په رېږدېدلي غږ ځواب ورکړ:
_ صاحب : پوهېږم … خو په دې ماڼيو او باغونو کې ستاسې انځور هسې نه راځي چې تاسې يې غواړئ
انځورکر ساه نيولى شو ، خو خبره يې بېرته بشپړه کړه :
_ تاسې خو ماته د دې کار خپلواکي راکړې وه .
_ پرېږده چې تندى مې تريو او سترګې مې پټې وي . زه بيا تېر ژوند ته نه ورستنېږم زه له دې ماڼيو نه نه وځم ، پرېږده چې همداسې بدرنګ واوسم ، زه ښايست نه غواړم.
بيا يې انځور ګر ته مخ راواړاوه :
_ ستاسې د انځورګرانو هم ماسره رخه ده . زه په دې هر څه پوهېږم ، په دې هم پوهېږم چې په دې نړۍ کې دوستان نه لرم خو هېڅوک به ونه شي کړاى ما پخوانى حالت ته ورولي .
او بيا يې تکرار کړه :
_ پرېږده چې زما سترګې پټې او تندى ګونځې وي .
خو انځور ګر د صاحب له قهر او غضب سره ، سره دا ځل لږ په زړ ورتيا ځواب ورکړ:
_ ستاسې خوښه : حو ستاسو د پټو سترګو او تريو تندي علاج له دغه مکانه چې ما په کې ودرولي ياست ، بل ځاى ناشونى دى .
دا خبره لکه د ټوپک ډز په صاحب ډېره سخته ولګېده ، د قهر او غوسې ټول تاويې راوپارېد او په خپل ټول قوت يې په انځور ګر چيغه کړه :
_ ووځه چې بيا دې ونه وينم …
د ده غږ لکه عسکري الارم د ده ټول ساتونکي لکه مچۍ راوپارول ، په وهلو ، وهلو يې ډنګر انځور ګر ناڅرګنده لوري ته روان کړ. صاحب په داسې حال کې چې له قهره خوټېده او په خولو کې ليت پيت و ، په شړک يې د خپلې خونې دروازه پورې کړه ، د مات انځور ټوټې يې بيا راټولې او يوځاى کړې ، بيا يې په خپل انځور سترګې ښخې کړې ، د خپل مخ د کاسې په ليدلو بيا يوې مرموزې خوښۍ پرې لنګر واچاوه خو ژر يې بيا خپلو لوڅو پښو ، شليدلو جامو او په کروندو کې کار ته پام شو ، بيا يې اندېښنې ملې شوې ، نه پوهېده څه وکړي ؟ : په پاى کې يې پريکړه وکړه يوازې د انځور د مخ کاسه وساتي ، په دې خاطر يې د خپل تصوير نورې برخې بيرته په قهر وغور ځولې او يوازې د خپل انځور د مخ کاسه يې د ځان په وړاندې کېښوده ، او بيا يې ځان په ننداره بوخت کړ .
خو عجيبه ټوکه وه ، دا ځل د انځور له نورې برخې جلا د هغه د مخ کاسې هم خپله ښکلا ورو ، ورو بايلله ، سترګې يې هماغسې ورو ، ورو پټېدلې او تندي يې هم بېشماره ګونځې کولې ، دا ځل د تندي له ګونځو او پټو سترګو سره يو ځاى د هغه غاښونه ، هم اوږده شوى وو ، دغه تصوير سخت ووېراوه خو ځانته يې ډاډ ورکړ چې هسې قهر او غضب به يې ديد بايللى وي ، داسې به نه وي ، څو ځلې يې سترګې ومښلې، مخ يې پريمنځه ، خو هېځ شي ګټه ونه کړه ، تصوير لا بدرنګه کېده په حيرانتيا له ځانه سره په خبرو شو .
بيا د هندارې خواته ورغئ . په هنداره کې د ځان په ننداره شو ، او چې څومره ښه ځانته ځير کېده ، هومره يې بيا تندى تريو ، سترګې يې پټې او داړې يې اوږديدې . د دې حالت په ليدلو بيا بېګانى خوب ور په زړه شو او چې هر څومره يې په خپلو سترګو زور راوړ ، سترګې يې نه غړېدې ، نور يې د ودرېدلو ، ليدلو او هر شي توان له لاسه ورکاوه ، د زړه ټکان يې شېبه په شېبه زياتېده ، د کمزورۍ نښې يې وار په وار راڅرګندېدلې په ورو خداى ته په زاريو شو :
_ لويه خدايه! په دې ماڼۍ او منصب کې مرګ ته خوشحال يم ، خو پخوانيو ورځو ته مې ورستنوه .
دايې وويل او هندارې ته ځير شو ، خو دا ځل يې په هنداره کې نه يوازې خپلې پټې سترګې ، لويې داړې ، ګونځې تندى ، بلکې د بېګانى خوب په څېر د خپل اصل بيا بدلون وموند . ناببره يې له خولې چيغه ووتله ، په شړک په زمکه راولوېد … برابرا وغزېد او په داسې حال کې چې سپين ځګونه يې له خولې روان وو ، ټول ساتونکي پرې راټول او د صاحب مصيبت ته دوى هم ګوته په غاښ او هک پک حيران تللي وو .
پاى