د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په موشان کلي کي ماين چاودني، له يوه ملکي کس څخه غبرګي پښې غوڅي کړې.
ياده پېښه نن غرمه نږدې دوې بجې په داسي حال کي رامنځته سوه چي ياد ملکي کس د ماسپښين د لمانځه لپاره مسجد ته روان و، چي ښخ سوی ماين ورباندي وچاودېد او د نوموړي دواړي پښې يې غوڅي کړې.
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره وې خبرپاڼه کي د پېښي پړه پر طالبانو ور اچول سوېده خو طالبانو د پېښي په اړه تر دې شېبې څه نه دي ويلي.
د چارواکو په وينا زخمي سوئ کس په بېړني ډول د کندهار ملکي روغتون ته د درملني په موخه لېږدول سوی خو تمه کېږي چي د نورو تداويو لپاره به د ايساف روغتون ته ولېږدول سي.