کور / تازه خبرونه / دزابل اوسيدونكي :دټاکنو ولایتي دفتر په دندو كي سستي كوي

دزابل اوسيدونكي :دټاکنو ولایتي دفتر په دندو كي سستي كوي

دزابل یوشمیر خلګ پدې ولایت کې دعامه پوهاوي دپروګرامونو دنشتوالي څخه سرټکوي، دوی وايي چي دټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفتر كارونه د نيست سره برابر دي او په ډیرو سیمو کې خلګ نه پوهیږي چي خپله رایه استعمال کړي.
دوی دټاکنو دخپلواک کمیسیون څخه غوښتنه کوي چي پدې اړوند مسلکي کسان په دندو وګماري ترڅو په په ټولو سیمو خلګ دټاکنو په اړوند پوه شي.

بل لوري ته موهڅه وکړل چي پدې اړوند دټاکنودخپلواک کمیسیون ولایتي دفتر نظر هم واخلو خو دټاکنو ولایتي امر ترزیاتو ورتللو وروسته دخبرو کولو څخه دډه وکړل.
نوموړي تردې وړاندي هم رسنیو ته ویلي ول چي دامنیتي ستونزو او دهغوی په وړاندي دمنفي راپور خپرولووروسته نشي کولای چي درسنیو سره خبرې وکړي .

دزابل درسنیو خپلواک مرکز رېیس احمدولي سرحدي دټاکنو خپلواک کمیسیون دولایتي دفتر داکړنه غیر مسلکي او درسنیو سانسور په معنا بولي او دټاکنو دخپلواک کمیسیون عمومي دفتر څخه پدې اړوند دپلټنو غوښتنه کوي.

که څه هم ولسمشر کرزی دخپلي دورې دپاره دبیان ازادي یوه لویه لاسته راړونه بولي خو په زابل کې درسنیو سانسورول کومه نوې خبره نده بلکي تردې وړاندي هم یوشمیر ژورنالستان دوخت دچارواکو لخوا دخبرونو اخیستلو څخه منع شوي او ګواښل شوي ول .