کور / هراړخیز / په خوست کې د کانديدانو انځور

په خوست کې د کانديدانو انځور

په هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ټول کانديد کسان تيره ورځ هغې مودې ته ورورسيدل،چې د ټاکنو خپواک کميسيون د قانون له مخې به
دوى په ټول هېواد کې د ځانونو لپاره کمپاينونه کوي ، څو ددې له لارې ټول کانديدان و کولى شي د ځان په ګټه ولسونو ته کمپاينونه وکړي او هغه تګلارې ددې هېواد ولس ته ورښکاره او په ګوته کړي، چې واک ته په رسيدو سره به يې دا کانديدان پلي کوي، او هغه ټولې ستونزې به له منځه وړي کومې چې دا وخت شتون لري.
ولسمشريزو ټاکنو ته ټول کانديدان کوښښ کوي، چې د هرې لارې وي په هېواد کې د ځانونو لپاره کمپاينونه او خپلې تګلارې په يوه نه يو ډول ټول ولس ته انتقال کړي، ځکه موږ وينو چې په ټولنيزه رسنۍ ( فيسبوک ) کې هر کانديد په خپلو نومونو سره صفحې جوړې کړې دي، چې ددې له لارې هم د ځانونو په ګټه کمپاينونه کوي او هغه خبرې چې دوى د ځان په ګټه په کوم کنفرانس او يا کومه غونډه کې کړې وي هغه هم پورته کوي ، څو فيسبو کيان وکولى شي هغه وګوري او خپله تګلاره ددې لارې هم ځينو کسانو ته ور وښايي ، ددې تر څنګ په همدې فيسبوک پاڼه کې ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندو کانديدانو همکاران او مرسته کوونکي هم د همدې فسبوک له لارې د خپل نوماند کانديد تصويرونه او هغه شعار چې کانديد د ځان لپاره غوره کړي وي پورته کوي ، همداشان د ځينو نوماندانو څيرې په تلويزيونو او ورځپانو کې هم راښکاره شوې دي ، چې ددې له لارې هم دوى د خپلو ځانونو لپاره خلکو ته يو ښه پيغام ورکوي او ولس ته ښايي چې دا زما تګلاره او د راتلونکي لپاره تصميمونه دي.

نن د بل هر وخت څخه په خوست ولايت کي د ټاکنيزو کمپاينونو د ترسره کولو لپاره په هره برخه کې ښه زمينه مساعده په مرکز او ولسواليو کې ټول ولاړ نوماندان کولى شي د ټاکنو د خپلواک کميسيون د تګ لارو او د ټاکنو د قانون مطابق خپل ټاکنيز کمپاينونه پر مخ يوسي، ځکه د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ډاډمن امنيت ، او مناسب چاپيريال په چوکاټ کې خپلې تګلارې او کړنلارې د ولس سره شريکې او هغه څه ولس ته روښانه کړي په کومو تګلارو، چې وړ نوماندان عمل کوي او هغه يې شعار وي.
د خوست ولايتي ادارې ددغه ولايت د ولسونو د بشپړې همکارۍ په چوکاټ کې د ټاکنيزو کمپاينونو د ښه ترسره کيدو لپاره ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې منظم امنيتي تدابير اتخاذ کړي، ټولو امنيتي ،کشفي ،نظامي اوسرحدي ځواکونو اوپه ځانګړې توګه يې د خوست د ګډې همغږۍ نظامي شورا ته لارښوونه کړې چې د امنيتي تدابيرو له مخې شپه او ورځ تلاش وکړي چې په دغه ولايت کې د جمهوري رياست د چوکۍ لپاره د ولاړو نوماندانو ټاکنيزې سيالۍ او مڼډې ترړې په بريالۍ توګه سرته ورسيږي، ددې ترڅنګ کولى شي، چې په دې ولايت کې وړ نوماندان د ورځپانې په ١٥٠٠ مخونو کې هم په منظم ډول سره ځان او خپلې تګلارې راښکاره کړي .
دغه ورځپانه د ټول خوست په مرکز او ولسواليو سر بيره په لوګر پکتيا او په پلازمينه کابل کې په منظم ډول سره ويشل کيږي، چې هم په مرکز او هم په دې نورو ولايتونو کې پوره مينوال او لوستونکي لري.