۱ – قطب الدین هلال:
د نن په مناظره کي ښاغلي هلال په کافي اندازه ګلان وکرل.
اردو اجیره ده، د روس سره اړیکي جوړوم، اساسي قانون کي تغییر راولم، د تړونونو په محتواوو نه یم خبر او لاس مي فساد نه دی ککړ.
د اردو خبره یې کاملا د مسلح مخالفانو او دده حزبي ملګرو و خبرو ته ورته وه. د ده بې انصافه و دې ته پام نه دی چي کومو ځواکونو ته چي دی اجیر وايي او ملي والی یې تر پوښتني لاندي راولي، د هغو په مرسته دا نظام او د ده کاندیداتوري حفظ ده. یوازي په لسګونو سرتیري د ده څخه د یو کاندید په توګه ساتنه کوي. دلته پر نورو مناظره کوونکو هم انتقاد کیږي چي ولي یې د ده دغه ناولي خبري ور رد یا و نه غندلې؟!
د روسیې سره اړیکي غواړي؛ د امریکا او ټلوالي د بیرولو په خاطر او که د خپلو حزبي تجربو څخه زده کړه؟
د تړونونو په محتواوو باندي نه دی خبر؛ عذر تر ګناه بتر.
لاسونه یې په فساد نه دي ککړ؛ دا خبره د اشرف غني د فساد او قتل تر خبري وروسته کوي. لکه خدای چي راته شرماوه او نه یې سوای ویلای چي په قتلونو کي هم لاس نه لري. فساد کي خو هم ده ته چا وخت نه وو ورکړی او بیا فساد خو په عامه مانا، دوی تر هر چا ډېر کړی دی.
دا چي دی یو جدي کاندید نه دی او د زلمي رسول غوندي فرمایشي ولاړ دی نو یې باید په خبرو پسي ډېر سر و نه ګرځوو خو بیا تکراروم چي د اردو پر خبره مي ډېر دا نورو کاندیدانو څخه ټینګه خوا بده سوه چي ده ته یې هیڅ نه وویل!
۲- ښاغلی کرزی:
نوې مي نه ځني واورېدل خو اقتصادي سوله او اقتصادي خارجي سیاست کي سړی جدي دی. نپوهېږم هغه «د افغان یوه خبره» موضوع ده که څه بلا؟
۳ – شیرزی صاحب:
خدای دې زموږ سره وبخښي. ښه سړی دی، بابولالي یې نه دي خوښي، اضافي وخت به یې و ډاکټر صاحب ته ورکاوه. نور خو نو تاسي په خپله ښه پوهېږئ.
۴ – ډاکټر اشرف غني:
د تل په څېر جدي، صریح او ځواکمن. پر ژور بدلون، پایداره سوله، عادل نظام چي پر سیاسي مشارکت او عدالت به ولاړ وي او پرمخ تلونکی اقتصاد وږغېدی.