کابل :دپژواک خبرله مخې د پاکستان حکومت غواړي له خپلو طالبانو سره د خبرو اترو د برياليتوب لپاره له افغان طالبانو د درېيمګړي په توګه ګټه واخلي.د پاکستان د حکومت او د دغه هېواد د و سله والو طالبانو تر منځ رسمي خبرې اترې پيل شوې دي.د دغو خبرو لپاره د پاکستان حکومت څلور کسيز کمېسيون ټاکلى، چې په کې په کابل کې پخوانى سفير رستم شاه مومند، مشهور خبريال رحيم الله يوسفزى، د نوازشريف سلاکار صديقي او متقاعد پوځي ډګرمن عامر شامل و.دغه راز پاکستاني طالبانو هم له خپل اړخه يو کمېسيون اعلان کړى و، چې په کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، مذهبي مشران مولانا سميع الحق، د اسلام اباد د لال جومات مشر مولانا، د جماعت اسلامي غړى مفتي ابراهيم او د مولانا فضل الرحمن د ډلې يو غړى شامل وو.خو عمران خان او د مولانا فضل الرحمن ډلې په دغه کمېسيون کې له شاملېدو ډډه کړې وه.د پاکستان د دولتي کمېسيون او طالبانو له خوا د اعلان شوي کمېسيون تر منځ تر لومړنيو خبرو اترو وروسته پرون د طالبانو د کمېسيون پلاوى په يوه چورلکه کې شمالي وزيرستان ته ولاړ او طالبانو ته يې د دولت وړانديزونه ورسول.د اېکسپرېس په نوم پاکستانۍ رسنۍ د سلواغې په ٢٠مه خبر ورکړى، چې د پاکستان حکومت غواړي د دغو خبرو اترو د برياليتوب لپاره له افغان طالبانو ګټه پورته کړي.سرچينې زياته کړې: ((حکومت غواړي چې که په دې خبرو کې پرمختګ ونه شي، د افغان طالبانو مشر ملاعمر او د حقاني شبکې له مشرتابه سره اړيکې ونيسي، څو هغوى د دغو خبرو اترو په برياليتوب کې همکاري وکړي.))د سرچينې د معلوماتو له مخې، پاکستان غواړي چې د افغان طالبانو مشران پر پاکستاني طالبانو فشار راوړي، څو له خپل حکومت سره په خبرو اترو کې پرمختګ وکړي، چې يوې پايلې ته ورسېږي .په راپور کې راغلي، د حقاني شبکه چې په شمالي وزيرستان کې مېشته ده، له پاکستاني طالبانو سره ښې اړيکې لري او هغوى يې خبرو ته غوږ ږدي.د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې رښتيا هم افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو اغېز لري او هغوى ملا عمر خپل مشر ګڼي.هغه وويل ، که چېرې پاکستان دغه هڅه وکړي، نو ښه پايله لرلى شي.د حقيار په وينا، افغاني طالبان پاکستاني مذهبي مشران خپل استاذان ګڼي، خو پاکستاني طالبان له افغان طالبانو پيروي کوي.دى وايي، چې ملا عمر څو کاله مخکې له پاکستاني طالبانو غوښتي وو، چې خپله ټوله پاملرنه افغانستان ته وکړي او د افغانستان د قضيې له هوارېدو وروسته به بيا د پاکستان په اړه پرېکړه کوي