دزابل مرستیال او سرپرست والي محمدجان رسولیاررسنیو ته وویل چي ددې ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې به د۸۱ درایو ورکولو مرکزونو څخه به ۱۵ درایوورکولو مرکزونه دخلګو پرمخ تړلي وي.
درسولیار په خبره چي یاد به په خاکي افغان، شینکی، سیوری ، شاه جوی، ارغنداب او نوبهارولسوالیو کې تړل شوی وي اودوی به هڅه وکړي چي دټاکنو ترورځ پوري یاد مرکزونه دخلګو پرمخ خلاص کړي.
رسولیار همداراز وايي چي ددې ولایت دامنیتي ځواکونو شمیر کم دی نو ځکه به دیوشمیر درایو ورکولو مرکزونه دخلګو پرمخ تړلی وي خو بیا به هم دوی دټاکنو ترورځې پوري دهغوی پّ خلاصولو کې هڅه وکړي.
زابل چي دافغانستان په جنوب کې پروت یوناارام ولایت بلل کیږي خو دتیر یوکال راپدې خوا دنړیوالو ځواکونو تروتلو وروسته پکي امنیت ښه شوی دی او دتیرو ټاکنو په پرتله درایو ورکولو مرکزونه دوه چنده لوړ شوې دي.