کور / تازه خبرونه / دپاکستان طالبانوداوربند شرطونه وړاندې کړل

دپاکستان طالبانوداوربند شرطونه وړاندې کړل

پېښور: دپاکستان طالبانو تحريک درې کسيزې کميټۍ ته ويلي چې که حکومت په قباييلي سيمو کې د امنيتي ځواکونو د گمارنې څخه لاس اخلي اؤ پوځي عمليات ودروي نو طالبان له حکومت سره اوربند وکړي،دپاکستان ډان تلويزيوني کانال په خپل يو راپور کې دځينود سرچينو له خوا څرگنده کړې چې د طالبانو د نهه کسيزې څارونکې کميټۍ مشر قاري شکيل د خبرو دپاره د خپلې درې کسيزې کميټۍ له غړو سره اړيکي نيولى او د اوربند په اړه يې د طالبانو د شرطونونو څخه خبر کړي دي.راپورکې زياته شوې دطالبانو دکميټۍ او قاري شکيل ترمينځ په دغه اړيکه کې دحکومت په بند کېدځينودطالبانواود طالبانولخوا دتښتول شوو کسانو په اړه خبرې شوې قاري شکيل ويلي چې دحکومت په بند کې ٤٣ مهم طالب مشران او ٨٠٠ دطالبانو نور غړي شامل دي او زياته کړې يې ده که حکومت دغه طالب بنديان خوشې کړي ، نو طالبان به هم هغه کسان پريږدي چې دحکومت او وسله والو پوځونو سره يې داړيکز لرلو په تور نيولي دي.قاري شکيل منلې ده چې دهغوي په بند کې کوم کسان دي په هغوي کې پروفيسراجمل، علي حيدر ګيلاني ، دواپډا او ايف سي چارواکي شته که حکومت د طالبانو مشران او غړي پريږدي نو ياد شوي کسان به هم خوشې کړل شي.