د مسلم ليګ نون مشر نوازشريف په اسلام آباد كي خبريالانو ته وويل څونه چي د قاضيانو برحاله كېدل ضروري دي، هومره د مشرف استعفا اړينه ده.
نواز شريف وويل كه قاضيان پر ځاى او عدالت ټينګ سي نو ايتلافي حكومت به هم پر مخ روان وي.
د نوموړي په وينا په پاكستان كي د افتخار چوهدري او نورو قاضيانو په نستوالي كي حالات نه سي قابو كېداى.
هغه وويل د قاضيانو برحاله كېدل د پاكستان له مرګ او ژوند سره تړلي دي.