د میدان وردګو والي د ولسونو د استازو په ملتیا د نشه یې توکو پر وړاندې
د مبارزې وزیر څخه په دغه ولایت کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي،چې په ولسي او ولایتي شورا
کې د دغه ولایت استازو یې ملتیا کوله،د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر ښاغلي مبارز رشیدي څخه دغه ولایت ته د یاد وزارت له لورې د منظورو شویو پروژو د ژر پلي کېدو غوښتنه وکړه.
نوموړی د خپلو خبرو پرمهال وویل: په میدان وردګو ولایت کې د موسمي ستونزو له امله یواځې شپږ میاشتې د بیارغونې په برخه کې کار ترسره کیدلای شي او هغه پروژې،چې تېرکال د دغه ولایت لپاره د یاد وزارت د بودیجې څخه منظوري شوي،ژر ترژره پلي کړي.
د میدان وردګو د والي په وینا یادې پروژې،چې په کې مال منډیي او د حلالولو ځای،میوې مارکیټ،سړې خونې او یو شمېر نوروې پروژې دي،د دغه ولایت د ولسونو غوښتنه ده او د دغه ولایت د خلکو اقتصادي برخه هم د یادو پروژو په پلي کېدو سره هم ښه کیدلای شي.
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر ښاغلي مبارز رشیدي د میدان وردګو والي او به ولسي او ولایتي شورا کې د دغه ولایت استازو ته ډاډ ورکړ،چې هغه ولایتونه،چې د نشه یې توکو کښت په کې کم او یا هم لمنځه وړل شوی وي،دوی ورسره په بشپړ ډول همکار دي.
د ده په وینا هڅه به وکړي،چې د میدان وردګو ولایت په ګډون د ټول هېواد لپاره هغه پروژې،چې ګټه یې بزګرانو ته ورسیږي،د ډېرې کمې مودې په تېرېدو سره پلي کړي .
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارژ وزیر همدا راز د لیدنې پرمهال اړونده مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د میدان وردګو ولایت لپاره منظورې شوي پروژې تعقیب او که کومه قانوني ستونزه ونلري،نو چارې دې ژر ترژره بشپړي شي.
په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازي مجیدخان،د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمد حضرت جانان،غړو یې شیرشاه بازون،بس بي بي،حلیمه عسکري،حاجره مرزایي او رسولي د نشه یې پر وړاندې د مبارزې وزیر ته ډاډ ورکړ،چې د ولایت په هر ولسوالۍ کې د پروژو د پلي کولو پرمهال به د ولسونو بشپړه همکاري له دوی سره وي.